ملي امنیت مشهور تښتونکی رییس خدایداد په پټه خوشې کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي چې مشهور قاتل، د نشيي توکو قاچاقي او تښتوونکی رییس خدایداد د ملي امنیت د زندان څخه تښتیدلی دی.

د ملي امنیت یو شمېر سرچینو ویلي چې رییس خدایداد تېره دوشنبه په کابل کې د ملي امنیت د زندان څخه د شپې دوه بجې تښتیدلی دی.

یو شمېر پټې سرچېنې وايي چې نوموړی ملي امنیت د پيسو په مقابل کې خوشې کړی او د ملي امنیت یو شمېر چارواکي د نوموړي په خوشې کيدو کې ښکیل دي.

راپور زیاتوي چې نوموړی د ۵ نورو چینايي اتباعو سره یوځای تښتېدلی دی او د تېښتې پر مهال يې د زندان یو ساتونکی هم وژلی دی.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ۵ تنه چینايي اتباع چې ویل کيږي القاعده دي بېرته نیول شوي او رییس خدایداد تر دې مهال ورک دی.

رییس خدایداد د وږي په میاشت کې ملي امنیت په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې په کابل کې ونیولو. نوموړی د سترې جنایتکارې مافیايي ډلې مشر و. خدایداد نه یواځې په افغانستان کې په وژنو، تښتونو او نشيي موادو په قاچاق تورن و، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د نوموړي څو دوسیې چلېدلې.

ملي امنیت رییس خدایداد د نیولو پر مهال د سیمې تر ټول خطرناک، ماهر او د معاصر تاریخ تر ټولو پوه افغان مجرم بللی و.

رییس خدایداد په ۱۹ قتلونو او  پنځوسو کسانو چې له منځه يې ۵ بهرنیان دي په تښتونو کې لاس درلود.

بل پلو ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي د رییس خدیداد تښتیدل رد کړي دي او دا یې محض اوازه بللې ده.

صدیقي ویلي دي چې یو شمېر مغرض کسان په دې حساسه سیاسي مرحله کې د عامه اذهانو د مغشوشوي. صدیقي زیاته کړې چې سترجنرال رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست پوست لپاره پارلمان ته معرفي کیږي او له همدې امله د نوموړي په اړه تبلیغات کیږي.

صدیقي له قوله د رییس خدایداد په شمول زیات شمېر مهم بندیان د ملي امنیت سره په پټو زندانونو کې ساتل شوي دي او د افغانستان قوانین پرې تطبیقیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د