افغانستان

طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو د ملا محمد عمرمجاهد دمړینې خبر په کلکه رد کړ

طالبانو دملا محمد عمرمجاهد دمړینې جعلي خبر دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کلکه رد کړ،

دا څرګندونې چې رسنیو ته لیږل شوې نن ټکي اسیا ته هم رسیدلي چې کټ مټ یې نشر ته سپارو

 ددښمن له لوري دعالیقدرامیرالمومنین حفظه الله دوفات دجعلي خبرپه اړه دقاري محمدیوسف احمدي توضیحات 

تیره شپه، مکار دښمن د اسلامي امارت په ویبپاڼي (الاماره )باندي یرغل وروړی اود اسلامي امارت د ویاندویانو له نومونو څخه تخنیکي غلا او استفاده کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد حفظه الله د وفات جعلي خبر په اړ ه یې د اسلامي امارت د رهبری شور له لوري د تسلیت پیغام او اعلامیه خپره کړي .

 

د افغانستان اسلامي امارت په داسي حال کي چي ددښمن دغه وروستۍ تخنیکي غلااو اخلاقي جرم په کلکه محکوموي خپل مجاهد ولس باندي غږکوي چی د غلیم دغو دسیسو ته ځیر او په پروپاګندويي هیڅ ډول باور او اعتماد ونه کړي.

د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون تخنیکي کاري پلاوی هڅي پيل کړي تر څو ددښمن ددي تخنیکي غلاپه باب څیړني وکړي او معلومه کړي چي دښمن څنګه دغي لاري ته لاس اوږدکړی اودغه ناولي استفاده یې کړي

داسلامي امارت ویاند قاري محمدیوسف احمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x