
د ډاکټر فاروق وردګ کور سوځول شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): نا معلومه وسله والو د پوهنې وزارت د پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ کور سوځولی دی.
دغه کور چې د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالي کې ودان شوی و، یواځې یو نوکر يې درلود او د فاروق وردګ کورنۍ پکې نه اوسېدله.
د میدان وردګو ولایت د والي ویاند هم پېښه مني او وايي چې د فاروق وردګ کور د سید اباد ولسوالي په اونخي سیمه کې و، چې د نامعلومه وسله والو له لوري اور ور اچول شوی دی.
نوموړي نه دي ویلي چې د دې کور په جوړونه څومره لګښت شوی و او کوم توکي پکې سوځېدلي دي.
د فاروق ورګ د کور د سوځولو د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
څو ورځې وړاندې سید اباد ولسوالي کې د ولسوال کور هم نامعلومو وسله والو سوځولی و.
د میدان ودرګو د والي ویاند عطا الله خوږياڼي د پېښې په مهال ویلي و، چې د سید اباد د ولسوال ډاکټر مسلم د کور سوځونې نوموړي ته لس میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
زه د سوځولو مخالف یم ځکه وزیر صیب د یاد کور د قیمت (چی د سویډن سره د ماموریت په وخت یی جوړ کړی ده) میلیون برابر ډالر غلا او جمع کړي دي، په دې سوځولو هغه ته هیڅ تاوان نه رسيژي. طالبان باید د ورته اشخاصو د ملکیتونو لپاره یوه برنامه ولري هغه دا چې په راتلونکې کې یاد ملکیتونه د اسلامي حکومت (امارات یا دولت) له خوا د یو مستقل بنسټ تر نوم لاندې ټول ضبط او له عاید څخه یې د شهیدانو ورثه وو او مستضعفانو ته میاشتنی تنخوا ګانې وټاکي. اسلامي حکومت نباید ضبط شوي ملکیتونه… نور لوستل »