افغانستان

هلمند: لښکرګاه ته نیژدې د یوې پوستې اته تنه پولیس وژل شوي دي

anp_in_training_sessionنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي د یوې امنیتي پوستې د قومندان په ګډون اته تنه پولیس وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند داؤد احمد زي ویلي چي ددغي پوستې پولیسو ته لومړی یو قسم زهر یا دواء ورکول شوې وه، چي هغوی يې د اسهال په ناروغی اخته کړه، او هم ورسره بیهوشه شول، چي بیا وروسته طالبانو پر راغلي او هغوي يې ټول وژلي دي، او اسلحې يې ځیني وړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي طالبانو د لښکرګاه ته نیژدې د سرکار په سیمه کي پر یو امنیتي پوستې برید وکړ، چي له کبله يې د قومندان احمد په ګډون ۸ تنه پولیس ووژل شوه، او اسلحې يې طالبانو د یوه رینجر ډوله موټر په شمول غنیمت کړې.

داود جبار خیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x