نظــر

دچارلي ايبډو مقدس جهل

لیکوال: محمدحسن حقیار

په فرانسه کې دطنزي مجلې چارلي ایبډوپه دفترکې پیل شوي تراژیک اتڼ شل تنه فرنسویان ووژل .
ددې غمیزې لپاره مې داطنزي سرلیک د هاراکیری (هغه مجله چې شارلي ابدوترې نړۍ ته دراتللو الهام اخستی ) د یو پخواني خبر په تاثر وټاکه . ، کله چې دفرانسې ولسمشر جنرال شارل دوګول په ۱۹۷۰ زیږیزکال کې ومړنوهاراکیري په لوی سرلیک لیکلي و: [[په کولومبی( د دوګول کور)کې تراژیک اتڼ یوتن وواژه.]]

د فرانسې نوی اتڼ چې د چهارشنپې په ورځ دمرغومي په ۱۷مه دشارلي ابدودمجلې پردفتر ددرې تنو مجاهدو فرانسویانو د برید له امله پیل شوی خو ظاهراً پای ته ورسېد خو لا هم د پاریس د اوسېدونکیو زړونه ځای ته نه دي راغلي او لا هم وېره ورسره ده چې څوک يې په زور د اتڼ میدان ته ورکش نکړي.

شارلي ابدو مجله په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کې تاسیس شوې او تر اوسه يې زرګونه سیاسي کاریکاتورونه چاپ کړي دي .

دې مجلې دځان دشهرت او مینه والو او بازار د موندلو لپاره نه سیاستوال پرېښي ، نه هم مذهبي مشران او نه هم سوداګر. دې مجلې نه یواځې په ۲۰۰۶ زېږدیز کال دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه کاریکاتور چې تر دوی وړاندې یوې دنمارکۍ مجلې خپور کړی و بیا خپورکړ، بلکې د ۲۰۱۱ زېږدیزکال په نومبر او د ۲۰۱۲کال په سپتمبرکې يې هم دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم کاریکاتورونه او اتیازره نسخې د اسلام د ستر پیغمبر توهینوونکی کتاب خپورکړ چې په ۲۰۱۱ کې یې هم پردفتر د اور شیدونکي بم حمله وشوه او دفتر یې وسوځول شو، شارلی ابدو یواځې په اسلام پسې نه وه رااخستې ،بلکې نور ادیان یې هم سپکول . دې مجلې دعیسوي ښځینه راهبانو داسې کاریکاتورونه هم خپاره کړي چې ښيي هغوی خپل جنسي اور پخپله سړوي، د پاپانو داسې کاریکاتورونه یې هم خپاره کړي چې کاندوم یې اچولی، د داسې پولیس کاریکاتور یې هم خپور کړ چې له یومهاجر څخه يې غوڅ کړی سر په لاس کې نیولی او ویني ترې څاڅي . اوس یې هم د داعش دډلې د مشرانو ابوبکر البغداي او عمر البغدادي کاریکاتورونه خپاره کړي لویدیځو رسنیو لیکلي چې شارلي ابدو د برید په شپه پخپله سبانۍ (پنجشنبې) ګڼه کې هم د ابوبکر البغداي کاریکاتور خپراوه چې دې هیلې ته له رسېدو وړاندې يې کارکوونکي ووژل شول.

یهودیت ته دتوهین کولو له کبله ددې مجلې یو تن یهودي مدیراحتجاجاً ددې مجلې مدیریت هم پرېښی دی.

ددې مجلې پر دفتر وسلوال برید ناڅاپي نه و، بلکې مشران يې وايي چې دوی ته څوځله ګواښونه شوي و او دوی داګواښونه له امنیتي چارواکیو سره شریک کړي هم و همدا لامل و چې د فرانسې حکومت يې مدیر(شارب )ته چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کارتون چاپولو اصلي طراح و دوه تنه دولتي ساتونکي هم ورکړي و چې دا مدیر او دا ساتونکي يې هم دچارشنبې دورځې په بریدکې ووژل شول.

کله چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱کلونو کې دې مجلې د اسلام د ستر پیغمبر کاریکاتورونه خپاره کړل نو مسلمانانو يې پر ضد په ټوله نړۍ کې لاریونونه وکړل آن د نورو ادیانو او مذهبونو لارویانو هم ددې مجلې دا کار په کلکه وغنده او د ((باهرچه ریشخند باریش بابا هم ریشخند!!)) له مصداق سره يې ادیانو ته توهین له زغمه وتلی کاروباله.

دا لومړی ځل نه دی چې په متمدنه!! لویدیځه نړۍ کې مقدس او دموکرات جاهلان مقدس او دموکراتیک جهل کوي او پراسلام او اسلامي شعایروملنډې وهي ــ ( لویدیځې رسنۍ هغو نالوستو ته چې دمذهب په نوم ناسم کارول کیږی دمقدس جاهل نوم ورکوي خوپه حقیقت کې دوی پخپله په مذهبي جنون اخته دي اوپه ناپوهۍ او له دین او نړیوالوقوانینوڅخه په ناخبرۍ اویا هم دړانده تعصب له مخې پراسلام نیوکې کوي اوتوهینوی يې ) .

ــ په دنمارک ، فرانسه او هالندکې دا کار څو ځله تکرار شو په امریکا، افغانستان عراق او نورو هیوادونو کې د امریکایانو په اډو کې څو څو ځله عظیم الشان قران وسوځول شو ،په کثافاتوکې وغورځول شو او د مسلمانو بندیانو پر وړاندې پرې لغتې وشوې، که په ختیځه ټولنه کې هم څوک د اسلام سپکاوی وکړي نو لویدیځوال ورته ددوی غیږې ته دتېښتې زمینه برابروي او ددې پرځای چې د نړۍ دڅلورمې برخې د نفوس (اتلس سوه میلیونه مسلمانانو) دین او معتقدانو ته دسپکاوي او د احساساتو او باورونو د ټپي کولو او دردولو په تور یې محاکمه کړي لایې هم نازوي، د مسلمانانو له ضد نه ورته د مرفه، لوړ او ارام ژوند زمینې برابروي، ښې نمونې یې سلمان رشدي، تسلیمه نسرین او په افغانستان کې مرتدشوی پنجشیری عبدالرحمن دي.

په عبدالرحمن پسې کابل ته د ایټالیا لخوا الوتکه رالېږل او هلته له رسېدوسره ورته دهرکلي لپاره هوايي ډګرته د ايټالیا د لومړي وزیر راتلل او د یو جمهوررییس په کچه پروتوکول ورکول که د مسلمانانو د ځورولو او له اسلام څخه دخلکو د اړولو هڅه نه وي نو د څه لپاره دي .

سلمان رشدي ته د برتانیا په تر ټولو مصؤونه سیمه یا ددې هیواد د نظامي استخباراتو په اډه کې ځای ورکول دڅه لپاره؟
د متمدنې نړۍ دچارواکیو ښه پلمه د بیان ازادي ده ، سره له دې چې دوی ښه پوهېږي چې نه نړیوال منل شوي قوانین ، نه ملګري ملتونه ، نه د بشر حقوق او نه هم رښتوني اسماني ادیان چاته اجازه ورکوي چې ادیانو او مذاهبو ته دې د بیان د ازادۍ په نوم توهین وکړي . د نړیوالو قوانینو په رڼاکې انسان ترهغې د بیان دازادۍ اجازه لري چې د نورو ازادي ونه ګواښي ، پرمذهبي معتقداتو ملنډو ته په یوه قانون کې هم اجازه نشته ده.

هرکله چې هم دوی پر اسلام او اسلامي ارزښتونو تېری او اسلامي شخصیتونو ته توهین کړی نو مسلمانانو يې پر وړاندې کلک دموکراتیک او نادموکراتیک غبرګون ښودلی دی خو د دموکراتیکو او نادموکراتیکو دواړو غبرګونونو ځای تر ډېره حده پخپله اسلامي هیوادونه دي او کله چې دا غبرګونونه خونړي شوي نو که لسګونه کسان پکې وژل شوي او که سلګونه ټول پخپله مسلمانان دي او که مالي زیانونه يې هم اړولي نو پخپله مسلمانانو ته اوښتي دي. د سپکاوي کوونکيو به چورت هم خراب نه و، ځکه هیڅ درد به نه وررسیده او لا به خوښ و چې توهین یې هم د مسلمانانو او د دوی د دین کړی او مالي او انساني زیانونه هم دوی ته واوښتل.

کله به چې مسلمانانو د دوی له لاسه ورته خپل اوښتي دردونه ژړل نو دوی به يې په خولې پورې خندل بالاخره ترڅو ؟اخر هم د انسان حوصله پای ته رسیږي . آیا اسلام ته د سپکاوي نړیوال لمسوونکي نه پوهېږي چې اسلام کوم بې وارثه دین ندی دا زرګونه مسلمانان چې له خپل دین او عقیدې څخه ددفاع لپاره پرځان پورې بمونو تړلو ته چمتوکېږي نو آیا دوی ته یی پردې ناراوو غوسه نه راځي او د غچ جذبه یې په رګونو کې نه څپانده کیږی؟ ایا دوی نه پوهېږي چې د نړۍ د اتلس سوه میلیونه مسلمانانوله ډلې به دیوه لاس هم ددوی ګریوان ته ورونه رسیږي. دا دی هغه ورځ هم راغلله څو تنو زلمیو فرانسوي مسلمانانو خپلو یهودي او عیسوي په مقدس جهل اخته چارواکیو ته وښوده چې عربي نړۍ ، پاکستان، افغانستان او افریقا خو پرېږدۍ همدلته نږدې درته د اسلام سرتیری زمریان شته او پخپلو کورونو کې درنه د اسلام دتوهین غچ اخلي، دواړه اتل ورونه شریف کواشي او سعید کواشي نه لیونيان و او نه هم دخپل کار له پایلو څخه ناخبره، دواړه پوهېدل چې موږ کله دپارس په زړه کې د شهرت او مادیاتو پر تږو او د مذهبي جنون او مقدس جهل پررنځ اخته کسانو برید کوو او ټول وژنو نو زموږ وژنه هم حتمي ده خو دادی بیا هم چمتوشول چې مقدسو جاهلانو او د بیان د ازادۍ له نوم څخه ناوړه ګټو اخستونکیو ته دا درس ورکړي چې هرڅه ځانته پولې لري نورمو داتبعیض او وحشت دزغملونه دی.

د اسلام دمبارک دین له نظره آن هيڅ باطل دین او مذهب ،خدایګوټو او بتانو ته توهین روا ندی.

اسلام ټولو ادیانو او مذاهبو ته درناوی او احترام لري او ازادي یې ورکړې ده. همداسې له نورو ادیانو او مذاهبو هم غواړي چې د اسلام درناوی وکړي، له نورو ادیانو او مذاهبو (خصوصا له اسماني ادیانو) سره د اسلام اړیکې دوستانه ، صمیمانه او د متقابل احترام په فضاکې دي ، اسلام جارحانه او متعرضانه دريځ نلري ، ځان د پخوانیو اسماني ادیانو (که څه هم اوس یې بڼه اوښتې او ملاوټ پکې شوی) پشپړوونکی بولي خوله ځان څخه ددفاع حق يې هم خوندي کړی دی.

زه د پارس د برید پلوی نه یم او پردې هم باوري یم چې اسلام د یوه تن پر ګناه بل ته د سزا ورکولو مخالف دی خو د هر عمل پر وړاندې عکس العمل طبعي خبرده بیا د داسې عمل چې درد يې سلګونو میلیونو خلکو ته رسېږي.

زه پردې افسوس کوم چې په دې متمدنه نړۍ کې چې د ادیانو د پخلاینې پیر ګڼل کېږي غربیان ولې داسې بریدونو ته زمینه برابره کړي ، ولې دمسلمانانو احساسات راپاروي ، ولې د داسې دین توهین کوي چې ټول بشریت ته رحمت دی.

که کوم مسلمان هم ددین له ادرسه نور ادیان توهینوي نو له اسلام سره جفاکوي.

که فضا همداسې وي او د هر دین لارویان بل دین توهینوي نو باور دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خو پرېږده آن کور په کور به جګړې روانې وي. دنړۍ پر سر داسې هیواد نشته چې هلته مسلمانان نه وي ، له نایجریا نیولې تر مصر او پاکستان په ډېرو اسلامي هیوادونو کې عیسویان هم شته دي که په پارس کې مسلمانان اقلیت دي نو په پاکستان او مصر کې هم عیسویان لږه کي دي .

که همداسې د ادیانو توهین کیږي نو لیری نده چې صلیبی جګړې بیا پیل شي او د مذهبي جګړو کنترول ځکه اسانه ندی چې لوبغاړي يې دوژل کېدو په صورت کې ځان شهید او د ژوندي پاتې کېدوپه صورت کې غازي بولي بیا به يې مقدس جاهلان او د ملګرو ملتونو تر پوښ لاندې د امریکا دارالانشاء څه چاره کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x