د پل چرخي زندان
د پل چرخي زندان

څرخي پله بندیان: اشرف غني دې زهر وخوري

نن ټکی اسیا (یکشنه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د کورنیو چارو د وزارت د محبوسینو عمومي رییس د څرخي پله په زندان کې د زندان له مسوولینو سره یوځای د بندیانو له استازو سره لیدنه وکړه او د بندیانو شکایتونه یې واوریدل.

د څرخي پله دزندان دننه یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې د محبوسینو رییس ومنله، چې د بندیانو په اړه د ولسمشر د فرمانونو تطبیق په درسته توگه ندی تطبیق شوی او د فرمان تطبیق تر میاشتو غځېږي او آن د کرزي ورکړي فرمانونه لا نه دي تطبیق شوي.

د بندیانو استازو د محبوسینو له رییس د ولسمشر د فرمانونو د ژر تطبیق غوښتنه وکړه او گواښ یې وکړ، چې که د فرمانونو تطبیق نور هم وځنډېږي، نو دوی به په عکس العمل لاس پورې کړي.

د سرچېنې له قوله بندیانو وویل درې میاشتې مخکې چې ولسمشر اشرف غني له دوی سره په لیدنه کې گڼې ژمنې کړې وې او ویلي یې وو، چې ژمنې به یې په دوه میاشتو کې ترسره شي او دی به دوه میاشتې وروسته بیا له دوی سره وویني؛ هغه ژمنې یوه هم نده ترسره شوې. بندیانو وویل چې د اشرف غني ژمنو دوی هیله من کړي وو چې له دوی اخیستل شوی قانوني حق به ورکړل شي، خو هغسې ونه شول او د «اشرف غني ژمنې تش درواغ وو.»

یادې سرچېنې زیاته کړه چې بندیانو په دغه لیدنه کې وویل چې « اشرف غني دې زهر وخوري، چې د دوی قانوني حق ترې سلبوي او دوی ته درواغ وایي.»

د راپور له مخې د محبوسینو رییس دبندیانو استازو ته وویل چې د دوی په کارونو کې به تر هغې اجراءت نه کېږي، ترڅو کابینه نه وي ټاکل شوې او د کورنیو چارو وزير باصلاحیته شوی نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې ۲۲۰ بندیان د پلچرخي په نظامي بلاک کې په خپل پوره کړي قید ور اخوا له څو میاشتو راهیسې شپې تېروي او نېږدې همدومره د پلچرخي په مرکزي محبس کې هم په خپل پوره کړي قید لا هم بندیان دي.

د ولسمشر د فرمانونو د نه تطبیق له امله په تېره میاشت کې په پلچرخي کې دوه جنایي بندیانو ځانونه راځړولي او اندېښنې شته چې د بندیانو په اړه د ولسمشر د فرمانونو د نه تطبیق او دوی ته د خپلو قانوني حقونو د نه ورکړې له امله به ورته پېښې زیاتې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د