افغانستانورزش

ناڅرګندو وسله‌ والو د فټبال د ملي ټيم روزونکی په چاقوانو وهلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): ناڅرګندو وسله‌ والو د فټبال ملي لوبډلې روزونکی محمدیوسف کارګر باندې د چاقوانو ګوزارونه کړي او سخت یې ټپي کړی دی.

د فټبال د فدارسیون مرستیال فریدمولايي پژواک ته ویلي چې برید بېګا شاوخوا ۱۰ بجې هغه مهال وشو چې یوسف کارګر له یوه مېلمستون څخه کور ته روان و. یادې سرچېنې زیاته کړې چې په کارګر د درېیم مکریانو د هغه بلاک چې نوموړی په کې اوسیدو، په دهلیز کې ناڅرګندو وسله والو برید وکړ.

مولایي زیاته کړه چې کاګر اوسمهال د کابل په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی او وايي چې د نوموړي له هیچا سره شخصي دښمني نه وه.

په عین حال کې د فټبال د فدراسیون ویاند سیدعلي کاظمي ویلي چې وسله‌ والو پر نوموړي د چاقوانو څلور ګوزارونه کړي دي.

کاظمي د نوموړي د روغتیا په اړه انديښنه څرګنده کړې او زیاتوي چې تر دې مهاله د پېښې د عاملینو په اړه معلومات نشته.

د کابل امنیتي مسوولینو هم د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x