نن ورځ د بهرنیو ځواکونو پنځم عسکر هم ووژل شو
نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوب کي د بهرنیو ځواکونو پنځم عسکر هم ووژل شو.
په دغه اړه د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شوه، چی نن د افغانستان په جنوب کي یو تن بهرنی عسکر چي په غیر جنګي پيښه کي ټپي شو، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کي د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای د ایساف د پالیسي له مخي نه دی څرګند شوی.
ددغه عسکر د وژني په اعلان سره نن ایساف ومنله چي ددوی پنځه عسکر وژل شوي دي.
ددغه عسکر په وژل کېدو سره د ځینو رسینو د شمېر پر اساس د بهرنیو ځواکونو د مرګونو شمېر په روانه میلادي میاشت کې ۳۹ تنو ته پورته سو.