ادبي لیکني

له مور سره د زوی ناځواني – له پنده ډکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

ډېر پخوا په یوه لرې پرته سارایي سیمه کې کوچیان اوسېدل ، د دوی ترڅنګ د بدرالدین په نامه یو کس هم اوسېده ، چې مور یې د هېرې په ناروغۍ اخته وه او غوښتل یې چې زوی یې ټوله ورځ د دې ترڅنګ ناست وي ؛ زوی یې دې خبرې ډېر ځوراوه او فکر یې کاوه ، چې د خلکو تر نظره ډېر کوچنی شوی دی ، کله چې له سیمې څخه د کډه کېدو وخت یې را نېږدې شو ، نو بدرالدین خپلې مېرمنې  ته مخ ور واړاوه او وې ویل : وه ښځې ! کله چې له دې ځایه تلو ، نو مور مې له ځان سره مه بیایه همدلته یې پرېږده ، لږ خواړه ورسره کېږده ، چې یایې لېوان وخوري او یا هم په خپله مړه شي  ، چې غمه یې بې غمه شو .

مېرمنې یې وویل : سمه ده ، څه چې ته وایي هغسې به وکړم .

د کډه کېدو وخت را ورسېده ټولو کډه کولو ته چمتو شول ، د بدرالدین مېرمنې د څه ناڅه خوړو تر څنګ خپل یو کلن کوچنی ماشوم هم خپلې خواښې سره پرېښود او خپله لاړه .
هغوی یوازې او یوازې همدا یو زوی درلوده . بدرالدین له خپل زوی سره ډېره زیاته  مینه لرله ، د وزګارتیا پرمهال به یې له هغه سره لوبې کولې او له لیدو به یې خوند اخیسته ، له څه مزل څخه وروسته یې د غرمې ډوډۍ خوراک له پاره په یو ځای کې دمه شول ، ټول په ډوډۍ خوراک بوخت ول .

بدرالدین خپلې ښځې مخ ور واړاوه او ورته وې ویل : وه ښځې ! زومی راوله ، چې یوه شېبه ورسره لوبې وکړم . مېرمنې یې ورته وویل : هغه مې ستا له مور سره پرېښود.
بدرالدین د دې خبرو په اورېدو له ډېر غوسې تور او شین وخوټېد ، چیغې یې کړې او خپل مېرمنې ته یې وویل : دا دې څه وکړل او کم بختې ؟

مېرمنې یې په ځواب کې وویل : مونږ هغه نه غواړو کېدای شي په راتلونکې کې هغه ما و تا هم همداسې پرېږدي ، لکه څنګه چې تا خپله مور پرېښوده .

د مېرمنې خبرې یې د بدرالدین په زړه باندې د ګولۍ په څېر ولګېدې ، په بېړه په خپل آس سپور او د خپلې مورې او زوی په لوري لاړ ، ځکه چې د دوی له کېدو وروسته به هغه ځای ته لېوان په دې موخه راتلل تر څو له دوی نه څه پاتې وي او وې خوري ، کله چې هغه ځای ته ورسېده ګوري ، چې مور یې خپل لمسی په اوږ کېنولی ، لېوان شاواخو ترې تاوېږي او مور یې کاڼي را اخلي او هغوی پرې ولي ، هڅه کوي چې ماشوم له لېوانو څخه وساتي .

بدرالدین لېوان وشړل او خپله مور او زویې له ځان سره بوتلل ، له دې وروسته به یې چې کله کډه کوله لومړی به یې خپله مور په اوښ سپره کړه بیابه دی له آس سره ورپسې روانېده
او د خپلې مور ساتنه به یې د خپلو سترګو په څېر کوله .

انسان چې کله دې نړۍ ته راځي ، نو لومړی یې نو پرې کوي او ځای یې تل پاتې وي ، تر څو هېر نه کړي ، چې له یوې سترې مور څخه زېږېدلی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

«واعبدوا الله و لاتشرکوا به شیئا و بالوالدین احسانا…»

تویه تویه خدای د عفو وکړی مونږ ته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x