fbpx

سوني تر ایفون او ګیلیکسي نازک تلویزیون بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د الیکترونیکي الاتو جوړونکی مشهور جاپاني شرکت خپل د نوی تلویزیون څخه پرده پورته کړې چې په نازک والي کې تر ایفون او سامسنګ ګیلیکسي هم نازک دی.

سوني شرکت خپل نوی تلویزیون د امریکا په لوی ښار لاس ویګاس کې د الیکتروني الاتو په نندارتون (CES ۲۰۱۵) کې نندارې ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې دغه تلویزیون به د روان کال په پسرلي کې په رسمي ډول بازار ته وړاندې شي.

دغه تلویزیون چې نوم یې (ایکس ۹۰۰۰ سي) ایښودل شوی په (انډرایډ ټي وي) پروګرام باندي چلیږي او د سوني شرکت ځانګړی (ایکس) پروسیسر کاروي.

د تلویزیون د نازکوالي په اړه ویل کیږي چې یوازي ۴.۹ ملي متر عرض لري په داسي حال کې چې د ایفون شرکت وروستۍ موبایل ایفون ۶ او ایفون ۶ پلس په ترتیب سره ۶.۹ او ۷.۱ ملي متر عرض لري او د سامسنګ شرکت وروستۍ سمارټ فون ګیلیکسي نوټ ۴ بیا ۸.۵ ملي متر عرض لري.

د تلویزیون د صفا والي په اړه د سوني شرکت ویلي چې په دغه تلویزیون کې به د انځور صفاوالی د سترګو تر دید څو چنده واضح او صفا وي او همداسي د صفاوالي نوې ټیکنالوژي (۴K) څخه به برخمن وي.

د تلویزیون د طول او عرض په اړه ویل شوي چې ۶۵ انچه به وي او په دغه مساحت کې به اته ملیونه پکسله وي چې له کبله به یې صفا والی تر طبیعي لیدو هم ډیر صفا، واضح او نیژدې وي.

د انډرایډ ټي وي پروګرام له وجي به دغه تلویزیون صوتي اوامر هم په اسانۍ سره عملي کوي او همداسي به د انټرنیټ د کتلو لپاره او انډرایډ د لوبو لپاره مناسب وي.

انډرایډ د ګوګل شرکت له خوا جوړ شوی وړیا پروګرام دی چې هر شرکت کولای سي په خپلو الیکترونیکي تولیداتو کې يي وکاروي چې له کبله یې دغه پروګرام د ساعتونو، موبایلونو، تلویزیونونو او حتی موټرو کې کارول کیږي.

باید وویل شي چې د سامسنګ مشهور شرکت هم په خپل ګیلیکسي موبایلونو کې د انډرایډ سیسټم کاروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د