افغانستان

محمدي: د زړه په وینو جوړه شوې کابینه به سبا اعلان شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي وايي چې اشرف غني به سبا ته هغه کابینه اعلان کړي چې په جوړولو يې د زړه وینې خوړلې دي.

محمدي نن په لویه څارنوالي کې د اساسي قانون د اوونۍ پر مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل چې ګډ حکومت به سبا ته خپله کابینه اعلان کړي، هغه وویل چې اشرف غني د دې کابینې په جوړولو سره د زړه وینې خوړلې دي.
محمدي پخپلو خبرو کې وویل چې که غواړئ ښه او «موډرنه» کابینه ولرئ، نو پرېږدئ چې ولسمشر مسلکي کسان وټاکي.

دا په داسې حال کې دی چې د بې کابینې حکومت له جوړښته نږدې څلور میاشتې تېرېږي، خو لا هم پکې د کابینې څرک نه لګېږي

د ګډ حکومت لومړي مشر د نوي حکومت په پیل کې ویلي و، چې د کاري وړتیا او استعداد پر بنسټ جوړه کابینه به حد اکثر په پنځه څلوېښت ورځې کې تیاره کړي.

د نوي حکومت له سلو ورځو تېرېدو روسته د ولسي جرګې غړو د ګډ حکومت دواړه مشران په ملي خیانت تورن کړل او ويې ویل چې باید محاکمه شي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست وايي چې دا د ملي یووالي حکومت نه، بلکې «ملي وحشت» دی او په خبره يې د ولسي جرګې هغه وکیلان چې لا هم د ګډ حکومت د مشرانو ملاتړ کوي په دې وحشت او خیانت کې ورشریک دي.

یاده دې وي ډېری کارپوهان د بې کابینې حکومت نږدې ټولې ستونزې د کابینې د اعلان په ځنډ پورې تړلې بولي.

تر دې وړاندې هم د کابینې د اعلان کره ورځ په ګوته شوې خو په ټاکلې موده بیا کابینه نه ده اعلان شوې، معلومه نه ده چې د عبدالعلي محمدي دا ژمنه به څومره د باور وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x