حامد کرزي جنرال پټریوس ته د وزیر اکبر خان مډال ورکړ

karzai_gives_Patrios_midal_of_wazirakber_khanنن ټکی آسیا: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ناټو عمومي قوماندان جنرال پټریوس ته د غازي وزیر اکبرخان مډان ورکړ.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي کرزي جنرال پټریوس ته یاد مډال د هغه د خدمتونو په ویاړ ورکړ.

په خبرپاڼه کي ویل شوي چي په همدې مناسبت په ارګ کي د خاصو مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر حامد کرزي فرمان ولوستل شو، چي په کښي راغلې وه:

( د وزير محمد اکبرخان دولتي مډال، ستر جنرال ډېوېډ پټريوس ته د هغو خدمتونو په وياړ ،چې د دندې په دوره کې يې د ناټو او ایتلاف د قوماندان په توګه، د افغانستان د امنيتي نهادونو په پراختياکې د خپل هېواد د مرستو په جلبولو کې او د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې په ګړندي کولو کې، خپل هراړخيزه کوښښونه کړي، منل شوی دى.)

بايد وويل شي چي نن جنرال پټریوس خپله دنده یو بل امریکايي جنرال جون آلن ته وسپارل.

هغه به اوس په امریکا کي د استخباراتو (سی ای ایه) مشري په غاړه واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چي حامد کرزي امریکايي مسؤولینو ته د وزیر اکبرخان دولتي مډال ورکوي، ددې تر مخه هم د امریکا وزیر دفاع ته کله چي هغه افغانستان ته خپل په وروستي سفر راغلی وو، د وزیر اکبرخان مډال ورکړه شو.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د