«اسلامي دولت» حافظ سعید خان د خراسان امیر وټاکه

«اسلامي دولت» حافظ سعید خان د خراسان امیر وټاکه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په پلوۍ او پیروۍ پرون په خپرې شوې ویډیو کې ښودل کېږي چې د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند، شاهدالله شاهد د هغو لس تنو قومندانانو د بیعت خبر ورکوي چې له دوی سره په یوه نامعلوم ځای کې راغونډ شوي دي.

په ویډیو کې لومړی شاهدالله شاهد د امیر ټاکلو خبر ورکوی، وروسته حافظ سعید د اسلامي دولت له مشر سره خپل بیعت اعلانوي او

وروسته د ټولو ګډونوالو له خوا ورسره ګډ بیعت کوي.

وروسته د ټولو ګډونوالو له خوا ورسره ګډ بیعت کوي.

وروسته د ټولو ګډونوالو له خوا ورسره ګډ بیعت کوي.

شاهدالله شاهد وايي: «د اسلامي خلافت د امر په اساس تاسو ته خبر درکوو چې موږ دلته د لسو جبهاتو امیران راجمع شوي یو. ټول غواړي چې خلیفة المسلمین ابوبکر البغدادي حفظه الله سره بیعت وکړي. دوی ټولو په مشورې سره حافظ سعید خان اورکزی خپل عمومي امیر وټاکه. پر دغو ډلو سربېره نورې ډلې هم شته چې بغدادي خپل امیر ګڼي؛ خو د ځینو مشکلاتو له امله یې دلته ګډون نه دی کړی».

شاهد د هرې ډلې مشران داسې په ګوته کوئ:

ګل زمان فاتح، د خیبر د سیمې قومندان
عمر منصور، له سره جومات سره تړلی د خپلې ډلې قومندان دی
سعد امارتي په لوګر کې د جبهې قومندان
عبیدالله پېښوری د توحید او جهاد د ډلې مشر
جواد د عبدالقار خراساني معاون د ابطال السلام ډلې مشر
محسن چې په کونړ کې د خپلې ډلې مشر دی
طلحه په مروت کې د خپلې جبهې مشر دی
حافظ دولت په کرمه کې د جبهې مشر
خالد منصور، په هنګو کې د جبهې مشر
مفتي حسن په پېښور کې د خپلې ډلې مشر دی.

په ویډیو کې دا هم وايي چې عبدالرحیم مسلم دوست هم خپله موافقې وراستولې ده. پخوا رسنیو خبر ورکړی و چې مسلم دوست د خراسان د سیمې امیر دی.

ویډیو کې زیاتوي چې نور کسان هم شته چې له کراچۍ تر کابل او کندوز پورې هم شته چې په راتلونکي کې په شورا کې ګډون کوي.

11 تبصرې

  1. له افغانستان نه خو په کې داسې مهره نماینده ده چې والله که څوک خوند په واخلي امارتي چې د لوګر د دوبندي ببر دی، پخوا یي باغوانانو د کمپ په بازار کې د فلمونو د کیسټو دوکان درلود وروسته د تور عبدالله په شناخت مجاهد شو او په میرانشاه کې یي حقاني صاحب ملګرو ته جهادي فلمونه جوړول خو په وروستیو کې چې چا په امارت کې نه پریښود نو په ازره او لوګر کې یي په غلاوو شروع وکړه ، چې د بشیر په نوم یو موسهي وال هم ورسره شریک و، ددوی کړۍ په لوګر او شاوخوا سیمو کې په لسګونو تجاران او پیسه دار خلک تښتولي او بیا یي له وزیرستانه دپیسو په مقابل کې ازاد کړي دي، چې ښه مثال یي د عبدالرحیم ګردیزي په نوم یو خیرخوا تجار دی چې په لکهاوو ډالر یي ترې واخیستل.
    دغه بې علمه څڼیور ځان ته نوم امارتي ټاکلی و مګر د امارت یو امر یي هم ونه مانه له اسلامي دولت نه زما غوښتنه ده چې ددغسې بدنامو اشخاصو راپورته کول به یې سخت رنګ بدنام کړي او پښتانه به یي ونه مني، دغه راز مې له امارتي نه غوښتنه ده چې خپل تخلص له امارتي نه په دولتي یا داعشي واړوي

    • گلصاحب فه نورو خلكو باندي تورونه او تافي مه لگوه فه چا چه تبصره كوي هغه دي حق ده خو سوك چه دي خبر سره تڑاو نه لري فه هغو سه حق نه لري

  2. https://archive.org/download/khorasan1/baya_khorasan.mp4
    سلام علیکم
    د پیعت ویډیو په له پورتنی ادرس نه په لاس درشی

  3. از خداوند ج آرزو دارم که هرچه زو خلافت اسلامی را برای ما نصیب بگرداند تا ما مسلمانان از شر کفار و غلامانش خلاص شویم

  4. پکه دادی لا بله سپکه
    دا دخټو لیوان د احمقانو د جنت اوسیدونکی د اسلام ټیکداران پنجابیان جوړوی غواړی طالبان او افغان ګوډاګي دولت تر فشار لاندی وساتي او خپلی غوښتنی په ومني که واقعا اسلام او جهاد یی مطلب وی دومره لری د فائبر اپټیک بیعت ته کومه اړتیا نشته امیرالمؤمنین حفظه الله د افغانستان امیر ده باید اطاعت یی وشی داد هغو مایوسینو حضراتو لپاره یو خوب ده چی د خپلو نفسی خواهشاتو ، جهت طلبی او قدرت طلبی سعیی کړی او امارت اسلامی ورته جواب ورکړی زما په ګومان داوړی به څوک پری نږدی چی وړی شی او هغه هم په افغانستان کی پاتی شو پاکستان تل داسی لسګونه سرونه خیشت کړی او وروسته یی وچ خرییلی دی

  5. ټولو ته سلامونه او احترام

    د حیرانتیا ځای دی

    د خبر سرلیک وایي چې اسلامي دولت د خراسان امیر وټاکه

    خو د اسلامي دولت له ادرس څخه د خبر په متن کې هېڅ هم نشته!؟؟

  6. قاري سعيد خوستئ

    دسايٹ له ملگرو سخه هيله كوم چي دخبر په نشر كي تدقيق وكڑي
    سرليك داسي دئ :اسلامي دولت حافظ سعيد خان دخراسان اميروٹاكه
    په داسي حال كي چي په خبر كي هيچ داسي اشاره حتى نشته چي ثابته كڑي چي ريشتيا اسلامي دولت نوموڑى اميرٹاكلي دى
    نو راپور كاملا مغشوشونكى دى
    او بايد په آينده كي داسي غلطئ تكرار نشي
    بايد داسي ليكل شوي واي چي حافظ سعيد خون خودسرانه زان دخراسان امير وٹاكلو
    تاسي لاڑ شى داسلامي دولت رسمي منابع اوگورى چي دوى اصلا په دي آڑه سه ويلي دي ؟
    كله مسلم دوست اعلان وكڑي چي زه دخراسان امیر وٹاكل شوم كله شاهد او كله حافظ سعيد خون
    اسلامي دولت ددي سيمي حساسيتونو ته كاملا متوجه دى
    او تراوسه يي هيچوك امیر نه دى ٹاكلى
    قطع نظر له دي چي ددي كسانو د تشخص په آڑه خبري وكڑو

    • محترمه ورور حامد صاحب، فکر کوم ویډیو همدا پیغام ورکړی،
      ۱- ویډیو د اسلامي دولت د میډیا له خوا رسما نشر شوی، د هغوی په ویب سایټونو، او همداسي د هغوی په لوګو باندی نشر شوی، چې همدا مطلب ورکوی، چې ویډیو رسما اسلامي دولت ته منسوب ده.
      ۲= په ویډیو کې شاهد الله شاهد وايي چې مونږ تر ډیرو مشورو وروسته په خراسان کې خپل امیر حافظ سعید وټاکه ( طبعا ددوی ډیر والی یا لږوالی دلته له سره مطرح نه دی).
      ۳- او همداسی شاهد د اسلامي دولت مشر (خلیفه) مخاطبوي او وايي چې لکه څرنګه چې تاسو مونږ ته امر کړی وو، مونږ په هغه باندي عمل وکړ، او خپلو منځو کې مو تر ډیرو مشورو ورسته په حافظ سعید مشوره راغله. ( مطلب دا کار د اسلامي دولت په موافقې او غوښتنه سوی، او اسلامي دولت بیا شاهد دوی ته اختیار ورکړی چی تاسو یو کس خپل امیر انتخاب کړئ).
      ۴- د مسلم دوست د موافقې خبره هم په کښي یاده سوی، چې اصل پيغام یی فکر کوم همدا دی چی اول خو د هغه د مشرتوب نفي وسي، او دوهم د نوي مشر د ټاکل کیدو پيغام ښه ورسیږي.
      والله اعلم

  7. عبدالله خان صیب

    تاسو ته سلامونه او احترام

    زما بحث په امیر او فقیر کې نه ده

    زما بحث د خبر په سرلیک او متن کی ده

  8. داعشیان دی الله ج تباه کری

  9. الحاج استاذ بیانزی

    مسلمانانو ورونو السلام علیکم !
    دا خلک څومره مادیاتو سرسامه کړی د خلافت له سپیڅلی مقام هم ناوړه ګټه پورته کوی. که کفار دا کار کوی هغوی غواړی لمړی زمونږ سپیڅلتیا په ناوتیا بدله او بیا مو په ګندګیو کی پټ او غلامان جوړ کړی . دا چه خلافت څه شی دی زه به تاسی ته لږه رڼا واچوم .
    خلافت الهی نظام دی ، الله ج زمکه کی دخلیفه پیدا کولو اراده لرله او دا اراده یی دملایکو سره د بیلابیلو دلایلو له مخی شریکه کړه هغه خلیفه ادع ع او له هغه وروسته به یی څه اولاد د خلافت سره ملتیا او څه اولاده به یی د خلافت ( الهی نظام سره دشمنی لری لمړی ډله به مطمن او دوهمه ډله به حریص انسانان وی حرص ( زر زور او زیور په مټ ) د نورو د حقوقو لوټول یا پټولو ته وایی، کفر هم پټولو ته وایی یعنی حرص او کفر الفاط مترادف معنی واحد لری . دا چه په کومه کچه حریص وی په هماغه کچه کافر وی یعنی ټول هغه کسان چه سره د پوهی د حق او حقیقت پټونه کوی هغوی کافر دی ، دا که شیعه یان، دا که داعشیان ، قادیایایان ، صوفیان ، عیسویان ، یهودان او یا کمونستان ، نشنلستان ، کاپیتالیستان ، سکولریستان نور او نور دی.
    هره نوی پدیده دانقلابی شعایرو سره رامنځته کیږی ، څوک هم خپله اصلی څیره کماحقه خلکو ته په ډاګه کوی، غل چاته نه وایی زه غلا کوم ، مګر له تکراری غلاوو وروسته یی خلک د غله په نامه پيزنی، دیرو کسانو د پیغمبری دعوی وکړی خو ټول پیغمبران نه شول یواځی یو پکی رښتونی پیغمبر وو . دا د هغو دکړنو څخه به ډاګه شوه . همدا حالت د داعشانو وو ، ډیرو حتی مونږ هم تایید کړل او ستاینه مو ورله کوله په اړه مو لیکنی ولیکلی، اوس پښمانه یم ، مګر له مرګه مخکی می وپیژندل چه دوی د چا له خوا زیږول شوی او د څه د پاره کارول کیږی کیدی شی په اړه یی مناسب فرصت کی کومه لیکنه ولیکم .
    دا چه کله د یوه او کله د بل او کله د حافظ سعید د امارت لاندی یی یادونه کیږی ، حافظ سعید څوک دی چه ځان په خپله ریس وټاکی ، دا چه خپله ځان یادوی دا څو معنی لری ، داعشیان نشته دی یو کس یا یو ګروب دی ( یو بهلول یو یی کن یو یی کچکول ) لکه مونږ ته چه یی ع او غ وټاکل هماغو به غیب کی حافظ سعید هم ټاکلی وی او یا دا چه دا هسی د شهرت زیاتولو له امله کله د یوه او کله د پل نوم یادوی ، هماغه د قران مثال تصدیق دی چه بريښنا شی دوی خوشاله شی حرکت پیل کړی او له بریښنا وروسته بیا ناهیلی او د دایمی مرګ په انتظار کی پاتی شی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.