ورزش

ویسټ انډیز سخته لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): نن د ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ دوهمه شل اوریزه لوبه وه چې دغه لوبه کې بیا هم ویسټ انډیز د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

لوبې پچه ویسټ انډیز لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سویلي افریقا ټاکل شوي اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د سویلي افریقا توپ وهونکی ډو پلیسېس غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ۵۶ توپونو يي ۱۱۹ منډې جوړې کړې. رسل هم دغه لوبه کې ۴۷ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د ویسټ انډیز لپاره هولډر او براوو دوه دوه ویکټې اخیستلو سره نسبت نورو توپ اچونکو ته ښه وځلیدل.

ویسټ انډیز په ځوابي توپ وهنه کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او د درې شل اوریزو سیالیو دوهمه لوبه یي هم وګټله.

نننۍ لوبه کې کریس ګیل یو ځل بیا هم ښه لوبه وکړه او په ۴۱ توپونو يي ۹۰ منډې جوړې کړې. د ویسټ انډیز لپاره سمیولز هم په ۳۹ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره وییس ۳ ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x