کندهار: دطالبانو په برید کې د ریګستان امنیه قوماندان ووژل شو

roadside_bomb_in_GhazniApril_18_2011نن ټکی آسیا: نن سهار د کندهار ولایت د ریګستان ولسوالۍ امنیه قوماندان صالح محمد د خپلو ۳ تنو ساتونکو سره ووژل شو.

په دغه اړه د کندهار ولایت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شوه، چي پيښه نن سهار په سیمه ایز وخت اتو بجو او دیرشو دقیقو شاوخوا د ریګستان د امنیه قوماندان پر موټر ماین وچاودید، چي له کبله يې هغه خپل د دریو تنو ساتونکو سره ووژل شو،

او ۳ تنه پولیس نور ټپیان شوه، چي د امنیتي چارواکو له خوا روغتون ته استول شوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي نومړی د کندهار د ښوراوک د ولسوالۍ په لور روان وو.

که څه هم د کندهار چارواکو ویلي چي یاده مرګ ژوبله د چاودني له امله را منځته شوې خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي د ریګستان ولسوالۍ امنیه قوماندان صالح محمد د طالبانو د برید په ترڅ کې د خپلو اتو تنو ساتونکو سره ووژل شو.

هغه وویل چي په برید کي ۲ رینجر ډول موټر په بشپړه توګه ویجاړ شول، او همداسي د جګړې په ترڅ کې ۳ تنه طالبان ټپیان شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د