افغانستان

«آی ایس آی» مشر یو ځل بیا کابل ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د څارګرې ادارې مشر جنرال رضوان اختر نن /یکشنبه، مرغومي ۲۱مه/ یو ځل بیا کابل ته سفر کړی او د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني سره یې کتلي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال رضوان اختر نن له ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې کتلي او دواړه لوري د «تروریزم او افراطیت» پر خلاف د مبارزې په شمول په یو شمېر موضوعګانو غږیدلي.

د ارګ خبرپاڼې، نه د جنرال رضوان اختر د سفر په اړه نور جزییات او نه هم د خبرو په محتوا په اړه څه ویلي دي.

د پاکستان د استخباراتو مشر درې ورځې تر هغه وروسته کابل ته سفر کوي چې یو شمېر پښتنو سیاستوالو کابل ته سفر وکړ.

درې ورځې وړاندې د ګډحکومت دواړو مشرانو ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله د پښتونخوا درې سیاستوالو محمود خان اڅکزي، افتاب احمدخان شیرپاو او افراسیاب خټک سره وکتل.

د پېښور تر برید وروسته د پاکستان د استخباراتو رییس دا دوهم سفر دی چې کابل ته یې کوي. پاکستان تور لګوي چې د پېښور د برید پلانوونکي په افغانستان کې پټ دي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې د ډير وخت راهیسې خړې دي. کابل او اسلام اباد یو بل د دوی د مخالفینو په پلوۍ تورنوي خو دواړه لوري بیا دغه تورونه ردوي.

د ګډحکومت د جوړیدو تر سلو زیاتې ورځې تیریږي. په تېرو سلو ورځو کې ډيری پاکستاني سیاسي او امنیتي چارواکو کابل ته سفر کړی دی.

د پېښور د برید په سبا د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د «آی ایس آی» مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یوځای کابل ته سفر وکړ.

راحیل شریف تر هغې وړاندې هم کابل ته سفر کړی و.

جنرال رضوان اختر تېر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د استخباراتو «آی ایس آي» مشر وټاکل شو او تر ټاکنې وروسته یې دا افغانستان ته درېیم سفر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفیق همرنگ

اوس ورته د درد زور معلوم شو افغانستان د دوی له لاسه په دی حال ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x