نظــر

طالب څه معنی؟ – ملا شاکر یې درپیژني

لیکوال: مسلم خېل /

د طالب د معنی په اړه مې بیلابیل موافق او مخالف تعریفونه اوریدل، مګر نن راته د طالب د پدیدې تعریف د لمر غوندې روښانه شو، هو کې نن ما ولیدل چې طالب څه معنی ؟ طالبي اخلاق  کوم دي او طالب د نن عصر  له نورو انسانانو سره کوم فرق او امتیاز لري.

غرمه ده او د ژمي لمر د کویټې په نسبتا یخ موسم کې د خپلو وړانګو حرارت ازمویي، له  سند ایالت څخه د کویټې ښار ته په راغځیدلې  لاین   یو اوږد ښامار ته  ورته اورګاډی په تیز رفتار روان دی،  د کوټې ښار په دې  سیمه کې  داورګاډي لاین له عامه میشت سیمو چې زیاتره د افغان کډوالو کورونه دي تیریږي نو ځکه د ریل کرښې په دواړو غاړو د خلکو بیروبار دی .

ریل ګاډی له  لرې څخه تیز هارنونه وهي او د خطر اشارې یې لګولې دي، هلته یوه سپین سرې لکړه په لاس میرمن هڅه کوي چې داورګاډي له پټلۍ څخه واوړي، سپین سرې میرمن د پټلۍ منځ ته رارسیږي، ریل ګاډی ورباندې له لرې څخه په لوړغږ هارن کوي، ضعیفه میرمن وارخطا کیږي پښې یې حرکت پریږدي او ځای په ځای د پټلۍ په منځ کې غورځیږي.

اه  خدایه … ستا یو ضعیف بنده د مرګ  پښو ته وغورځېد  اوس به د ریل ګاډي تر اوسپنیزو ارابو لاندې ریزمریز  او تر ټولو په دردناک مرګ ومري … شاوخوا په  لسګونو انسانان ګرځي ټول دغه بوږنوونکي صحنه په سترګو ویني خو ټول یوازې  انتظار کوي او شوک وهلي دي ، ریل ګاډی د ناتوانه میرمنې په خوا رانږدې کیدونکی دی، ریل ګاډی  دتم کیدو نه دی او خلک انتظار دي ترڅو د مرګ د یوې بوږنوونکې صحنې ژوندۍ ننداره وکړي ، ځیني نندارچیان  په خپل کیمره دار مبایل پسې تلاش کوی تر څو د ضعیفې میرمنې  دهډوکو دریزمریز کیدو ژوندۍ عکاسي وکړي او په خپله فیسبوک پاڼه ورباندې لایکونه  پیدا کړي.

هوکې  دنن سبا انسانیت ، میړانه او عاطفه همداسې پوړۍ ته راښکته شوې ده، زموږ د عصر د انسان عمومي  ضمیر کټ مټ  د بي حسۍ په همدې پوړۍ کې دی مګر استثناء حتما شته  او هغه ځکه چې ….

د کویټې په دې ستر ښار کې دافغان مهاجرینو په منځ کې د غزني دشلګر ملا معصوم شاکر هم اوسي، نن ددغه ناپیژندویه ملا  چې خلک یې طالب  بولي په کور کې عاجله مریضي پیښه ده، ملا شاکر په خپل موټر سایکل روان دی ترڅو د خپلو کورنیو مریضانو دعلاج غم وخوري، چې ناڅاپه په همدې صحنه ورپیښیږي ، ملاشاکر په موټر سایکل سپور دی ګوري چې یوه زړه ښځه د ریل ګاډي په پټلۍ پرته ده، ریل ګاډۍ چې له  قهره  شین او سور کیږي او غرغړې یې اسمان ته رسیږي ورباندې را روان دی، شیبه وروسته  به دغه زر متریز ښامار د یوې ناتوانه میرمنې په وینو او مغزو خپلې ارابې غوړې کړي ، ملا شاکر یوه خوا بله خوا ګوري هیڅوک نشته چې  ددې ناتوان انسان لاس ونیسي، ټول یوازې په ننداره او د فیسبوک لپاره په فلمبردارۍ مصروف دي ، ملاشاکر ویني چې  ناتوانه میرمن کوم غمخور نلري، له ځان سره فکر کوي، که  زه دخپل ناموس د ساتنې او علاج لپاره هسپتال ته روان یم ، نو دامیرمن بیا څوک ده ، دا هم مسلمانه ، مهاجره او په الله تعالی باور لرونکې ده دا هم ددیني مورولۍ حق راباندې لري ، ملا شاکر ناڅاپه له موټرسایکل څخه ټوپ وهي او د زړې میرمنې مرستې ته وردانګي، تر څو یې له پټلۍ څخه یوې خوا ته کړي، په همدې مهال ریل ګاډی چې بیخې رانږدې شوی ورباندې رارسیږي او یوه شیبه وروسته چې ریل ګاډی تیر شو  خلکو ولیدل چې د معصوم شاکر په نوم غیرتي طالب جان د یوې زړې میرمنې ژوند ژغورلی خو خپله یې د ریل ګاډي په اوسپنیزو ارابو کې دشهادت جام ګوټ کړی دی . رحمه الله تعالی

هو کې نن یکشنبه د جنورۍ په یوولسمه  د ورځې یوولس بجې وې، چې ملا شاکر نړۍ او انسانیت ته وښودل چې طالب څه معنی او دطالبۍ اخلاق او روشونه کوم دي.

د خدای دلارې دغه ګمنامه طالب هیڅکله د خپلې میړانې او ایثار لاپه نه وه وهلې، مګر په عملي ډګر کې یې ثابته کړه، چې د مسلمانۍ او انسانیت  عملي بیلګه څرنګه وړاندې کیدلای شي.

هو کې ، زلموټي طالب خپل سر صدقه کړ، خو د یوې مؤمنې او مهاجرې ناتوانه سپین سرې ژوند یې وژغوره  .

نو اې خلکو! د خدای روی ومنئ . طالب  د امریکایي مطبوعاتو او اسرائیلي فیسبوکي ډنډورچیانو له تعریفونو مه پیژنئ بلکې په دغه ډول عملي بیلګو یې وپیژنئ، چې طالب څه او څوک دی ؟؟ او دا کوم څه دي چې د طالب کرکټر یې له انټي طالبانو بیل کړی دی ؟

شهید شاکره درته سلام دی … نور یې څه کوې !

د نوموړي په اړه د کویټي ښار د یوه اوسیدونکي شاهدي د کویټه وال ژورنالیست جمال ترکي په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

طالبانوپه جهادی کړنو باندی ځینی ناپوهان او ناخبره د هغو مسابقو خیال کوی چه د انسانانو د دوه ټیمونو منځ کی یا د ساعت تیریو او یا د استعماری مادی لاسته راوړنو په خاطر وی او ناست خلک هم د بیلا بیلو زاویو له مخی د یو یا بل اړخ سره د ملا تړ احساسات ښیوی ، طالبان د الله ج له خوا او مقابل ټیم یی دجالی ټیم دی ، او ناست خلک هم په دی دوه ټیمونو ویشل شوی نیک مرغه د نیک مرغو او بدمرغه د بدمرغو ټیم بدرګه کوی

ابن شهید ين

شاکر شهيد ما له دير نيز دي بيزند لو . انتها يي فقير زوند يي در لود دير واره اولادونه يي له شا شول
دخوشحاله اخلا قو خاوند وه نيك عمله انسان وه
مونك يي ودرده ولو …………………. الله عز وجل دي ورته هغه دنيا روشانه كري …

فاتح کاروان

طالب خو د اوسنۍ نړۍ هغه اتل او قهرمان مسلمان بچې دې چې په میړانو او کارنامو به یې ډير بې غیرته او ضدي انسان سترګې پټوي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x