د افغانستان په ختیځه او جنوب کي څلور بهرني عسکر ووژل شوه

4american-troops-afghanistanنن ټکی آسیا: په دوو جلا جلا خبرپاڼو کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر خبر ورکړ چي نن ورځ په افغانستان کي ددوی څلور تنه بهرني عسکر د ماینونو په چاودنو کي ووژل شوه.

په لومړی خبرپاڼه کي ویل شوي چي د افغانستان په ختیځ کې د ماین چاودني له کبله ۳ بهرني عسکر وژل شوي دي.

په یوه بله خبرپاڼه کي وویل شوه، چي د افغانستان په سویل کي یو بهرنی عسکر د چاودني له امله ووژل شو.

په دواړو خبرپاڼو کي بهرنیو ځواکونو د پيښي دقیق ځای او د سرتیرو هویت نه دی څرګند کړی.

باید وویل شي چي تر دې دمخه نن د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سید اباد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر موټرو چاودني تر سره کړې چي له کبله يې دوه موټر ویجاړ او په کښي سپاره ۷ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.

ددې عسکرو د وژل کیدو په اعلان سره ایساف ومنله چي په روانه میلادي میاشت کې ددوی ۳۸ تنه عسکر وژل شوي دي، خو طالبان وايي چي د وژل شویو عسکرو شمېر تر دې څو چنده زیات دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د