نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه! (پنځمه برخه)

لیکوال: رحیم بریال

په تېرپسې…

د زندان ساتونکو په ټول زندان کې شور ګډ  کړی و، یوې او بلې خوا یې منډې وهلې په مخابرو کې یې نارې وهلې او د زندان دننه یې سمه تلاشي شروع کړي وه ،زندانیان هم نه پوهیدل چې څه پیښه ده او ولې امریکایي پوځیان سربداله دي. کله یې چې دننه هیڅ په لاس ورنغلل نو یې بهرنیو عسکرو ته مخابرې وکړې ،له زندانه بهر امریکایان هم سخت وارخطا وو، یوې او بلې خوایې په موټرو پښې ټینګې کړې؛ خو کله چې دهوایي هډې په ټولو ټرانسپورټي خارجي او داخلي موټرو بندیز لګیده؛ نو دوی لا دوخته پښې سپکې کړې وې ،څه ملګرې یې په امریکایي ټانګونو پسې لاندې ځانونه سریښ کړي وو،وتلي وو او څه یې په ټرانسپورټي بار وړونکو موټرو پسې ،

اوس نو داسې ځای ته رسیدلي وو، چې ټول خړ ډاګونه ، پټي او د ولسي خلکو د کرکیلې ځایونه وو. امریکایانو کشفي طیارې یې راپورته کړې ټوله ساره او اوږده یې پسې ګز او پل کړه، مګر دوی یې پیدا نکړل، دوی چې کله پوی شول چې له هوا نه څارل کیږو؛ نو په نیږدې پټیو کې چې د غنمو څټي پراته وو،  ځانونه غلي کړل او له پاسه یې څټي په ځان انبار کړل ، ویل کیدل چې ددې سیمې کروندګرو به د شپې لخوا غنم تریشل کول ،په پټیو کې خواره واره څټي به یې راټول کړل او په یوه درمند کې به یې د تریشل لپاره یو ځای انبار کړل .

ابوناصر او ملګري یې د څټیو لاندې داسې مضبوط ځانونه غلي کړی ول، چې پاس طیارې لا څه چې لاندې په ځمکه انسان ته هم پته نه لګیده ، دوی ښه ډاډه وو، څه ګورې چې د یو چا د پښو اواز یې تر غوږ شو، خو دا اواز په لومړیو کې لیري معلومیده، خو ورو په ورو په زیاتیدو شو، دوی وارخطا غوندې شول، ویره پرې غالبه شوه، خو بیا هم له الله ج څخه یې کلک امید درلود چې زمونږ ساتنه به کوي، ځکه هغه چا چې تر دې ځایه را ورسولو نو تر پایه به مو مددګار وي ،

د پښو غږ نور هم په رانیږدې کیدو شو ، ورسره د انسانانو غږونه او خبرې هم کیدلې ،دوی نو اوس پدې پوخ باور وو، چې پلټونکي راپسې دي ، دوعاګانې یې ویلې، بالاخره د ابوناصر له یوه ملګري څخه یې یو چا دغنمو څټې پورته کړ، چې پښې یې راښکاره شوې ، لدې سره همدې شخص کریږه وکړه او وویریده ،غږ یې وکړ چې هلی دلته څوګ مړ پروت دی ، غږ د یوې ښځې و چې له خپلو نارینه وو سره د کار په موخه راوتلي وه ،له دې سره دوه نور دپاخه عمر سړي هم راورسیدل ،سړی یې را څرګند کړ ، پروت سړی هم داسې د مړي په شان پروت دی په سینه یې لاس ورکیښود ، دوی وویل چې دا خو مړ ندی، بلکه د ژوند اثرات یې په وجود کې ښکارې ،ابوناصر چې په پښتو یو څه ناڅه پوهیده ډیره ژر وپوهیده چې باید وار خطا نکړم له خپله ځایه راجګ شو ویې ویل چې وروڼو تاسې هیڅ اندیښنه مه کوئ ،موږ ټول څلور ملګري یو، چې له زندانه راتښتیدلي یو هیله کوم، تاسو راسره مرسته وکړئ امریکایان راپسې دي ، مونږ باید ډیر ژر له دې ځایه ووځو ،

کلیوالو وویل چې هیڅ ویره مه کوئ، دلته تاسو ته هیڅ خطر نشته مونږ هم پښتانه یو ،ستاسو هرډول خدمت ته چمتو یو !

ابوناصر وویل : جزاک الله خیرا ، تاسو بس همدومره وکړئ، چې موږ ته دا لارښوونه وکړی چې موږ کومې خوا ته وتلی شو؟!

کلیوالو وویل چې نه تاسو به له موږ سره کور ته ځئ !

ابوناصر وویل: هیله کوم تر سبا پورې به دا کلی ټول وپلټل شي؛ نو ځکه خو نه غواړو چې تاسو زموږ په وجه له څه ستونزې سره مخ شئ ،

کلیوال سپین ږیري وویل: چې ها نو تاسو اوس په دې توره شپه کومې خوا تلل غواړی؟!

ابوناصر وویل: چې مخکې له دې چې ځواب درکړم اول یو یو جوړ جامې را ته پیدا کړئ!

بیا یې زیاته کړه، له دې ځایه کوم کوم ځای ته لاره تللي ده؟

کلیوال وویل :

له دې ځایه دا مخامخ لاره وینې! یوه سیده پروان ته تللي او بله یې په دې غرونو کې د کابل او پکتیا پر لور.

نور بیا . . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x