ورزش

پاکستاني لوبډل مشر مصباح الحق له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): ځینې راپورونو پر بنسټ د پاکستان ملي لوبډلې لوبډل مشر مصباح الحق ویلي چې له نړیوال جام وروسته له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي.

مصباح الحق اوسمهال ۴۰ کلن دی او له شاهد افریدی وروسته دوهم تجربه لرونکی لوبغاړی دی چې له نړیوال جام وروسته له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي.

مصباح الحق رسنیو ته وویل:« دا زما وروستی پریکړه ده چې په دې اړه مې د پاکستان کرکټ بورډ مشرانو ته هم معلومات ورکړی او نه غواړم چې دغه پریکړه بدله کړم.»

نوموړی زیاته کړه:« دا به ډیر غوره وي چې د نړیوال جام له ګټلو سره استعفا وکړم او زه به ډیر زیات کوښښ هم وکړه چې همداسې وشي ځکه چې ما په دې اړه له ډیر پخوا فکر کاوه.»

مصباح الحق ۱۵۳ یو ورځنیو لوبو کې لوبیدلی چې دغو لوبو کې یي ۴۶۶۹ منډې جوړې کړي چې د منډو اوسط يي ۴۲.۸۳ دي او ۳۷ نیمه سلیزې يي وهلي چې له دې سره د یو ورځنیو لوبو تر ټولو زیاتې منډې له سلیزې وهلو پرته لاسته راوړنه يي په خپل نوم ثبت کړی.

مصباح الحق په ۲۰۱۰ زیږیدیز کال کې د پاکستاني لوبډلې لوبډل مشر وټاکل شو چې له هغې وړاندې شاهد افریدي د دغې لوبډلې لوبډل مشر و چې نوموړی هم له نړیوال جام وروسته به له یو ورځنیو لوبو استعفا ورکړي.

مصباح الحق وویل:« هیله لرم چې د تجربه لرونکي لوبغاړو استعفا پاکستاني لوبډله اغیزمنه نکړي. له دې وروسته باید ځوان لوبغاړي د لوبډلې مسؤولیت پر غاړه واخلي او زه پوهیږم چې دوي د دغې کار وړتیا هم لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x