
استرالیا هم خپل ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د استرالیا کرکټ بورډ ټاکنې کمیټه مایکل کلارک د نړیوال جام لپاره کوم به چې راتلونکی میاشت پیلیږي د دغې لوبډلې لوبډل مشر ټاکلی.
مایکل کلارک ته چې خپل ټپ او جراحي عملیات له امله د هندوستان په خلاف درې ټیسټ لوبو کې ګډون ونکړ د فبروري تر ۲۱مې وخت ورکړل شوی.
د استرالیا کرکټ بورډ ټاکنې کمیټې مشر وویل:« په نړیوال جام سیالیو کې به بیا هم مایکل کلارک زمونږ د لوبډلې لوبډل مشر وي ځکه چې د نوموړی ټپ د رغیدو په حالت کې دی.»
نوموړی زیاته کړه:« کلارک یو له غوره توپ وهونکو څخه دی او مونږ ورته راتلونکی نړیوال جام کې هم د لوبې چانس ورکوو. که چيرې کلارک د فبروري تر ۲۱مې روغ نشو نو مونږ به په لوبډله کې د نوموړي پر ځای بل لوبغاړی ته چانس ورکړو.»
د استرالیا ۱۵ کسیزه لوبډله:
۱- مایکل کلارک (لوبډل مشر) ۲- جورج بیلي
۳- پټ کمینس ۴- ژاویر ډوهیرټي
۵- جیمز فالکنر ۶- ارون فنچ
۷- براډ هېډن ۸- جوش هذلووډ
۹- میچل جانسن ۱۰- میچل مارش
۱۱- ګلین مکسویل ۱۲- سټیف سمیت
۱۳- میچل سټارک ۱۴- ډیویډ وارنر
۱۵- شېن واټسن