ټولنیزه برخه

پام ښځو دوکه نه شئ !

فاروق غلجی

خومار اشنا دې لا په هوښ کې نه دی د ميخانو سندرې دلته وايــــــــــــــــــــــي
په رڼو سترګو لندن خوب کې ورځـــــي ځکه تهذيب ، د خرو غوبل ته وايــــــــي

الحــــمدلله افغان ولس له يوه سره پاک او سوچه مسلمان ملت دی ، دلته د ژوند د نورو ګردو اړخونو په شان د ښځو په هکله هم يو لړ خاص نظريات حاکم دي ، داسې نظريات چې پر اسلامي تعليماتو ولاړ او د ديارلسو پېړيو په تېرېدو سره د خلکو په ملي کلتور او لرغوني دود دستور بدل شوي ، دلته ښځه له نارينه ؤ سره د ميندو ، خویندو ، مېرمنو ،لوڼو ، ترندو او نګندو په حيثيت د ژوند اړوندو چارو کې شريکه ده . يا دا چې ښځه په هره کورنۍ کې بالکل د يو حکومت د کورنيو چارو د وزير مسؤليت او مرتبه لري . دلته ښځه دا مکلفيت نه لري لري چې اېران وتوران ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره سفرونه وکړئ .

افغانه ښځه د معدنياتو سمڅو کې د کار کولو اړتيا نه لري ، په کارخانو او نورو درنو کارو کې نه دي مصروفې خو د مېړه او زوی ګټلې پيسې همدوی سره ايښې وي . که خاوند او زوی يې سوداګري ، ډريوري يا هره بله مزدوري کوي ، د پيسو بنډل يې خامخا په کور کې له مور و مېرمنې سره وي . دلته ښځه تر مرګه او تر قبره پتمنه ده . او څومره چې په عمر پخيږي ، په هماغه اندازه يې عزت او درناوی زياتيږي . د غربيانو په شان نه دي چې په ځوانۍ کې يې لس ګونه ياران وي خو وروسته بيا دومره څوک نه لري چې يوه ګولۍ وچه ډوډۍ ورته راوړي .

زموږ ډېره بدرنګه بې ځوانۍ ښځه هم کور ، اور او خاوند وخېلخانه لري او په هيڅ ډول او هيڅکله يې بې قدري نه کيږي . نو ګورئ افغان مېرمنو دوکه نه شئ . که خپل زوړ کورنی سیستم مو خراب کړ بيا مو خير نشته . ګورئ خپل ديني او ملي ارزښتونه مه پرېږدئ او د لويديز په سندرو مه غولېږئ . دوی له تاسې هيڅکله د ماشوم زېږولو وظيقه نه شي اخيستلای له دې سره سره د خپل ځان او ماشومانو د پالنې او ساتنې لګښتونه هم پر اوږو در اچوي . که د لويديز د ميخانو پر سندرمارو دوکه او له خپل اسلامي افغاني چوکاټه راووتئ ، نو واورئ چې بيا ايله که په سلو شرطو سره هم کوم کور يا هوټل کې څه مزدوري درته پيدا شي . البته کومه چې لا د ځوانۍ په نازو ادا کې وي ، ښايي څه کار ومومي ، خو ګورئ دا په سل ګونو مؤسسې او دفترونه به سبا نه وي ، دا ډالري تنخاګانې به نه وي خو ته به کور نه لرې او ستا د کورنۍ سيستم به له منځه تللی وي . ته به مجبوره يې چې حتماً څه کاروغريبي وکړې ، خو کارونه به له ډېرو ستونزو ډک وي .

پام مو وي چې زموږ سيمه او هېواد کې بې وزلۍ ده . دلته د کار دومره سيټونه نشته چې په لس ګونو زره ښځو ته پرېمانه بې محنته معاشونه ورکړي . دا اوسنۍ به هم ټولې بې روزګاره کيږي او بيا به کلي ولس کې ډېرو سختو کارو ته اوږه ورکوي . دغربيانو مرستې به تل نه وي ، يقيناً چې دا لړۍ به ختميږي خو افغان مېرمنې ! ته به له کوره بهر په چکرونو روږدې يې ، ته به ګټه او پيسې غواړې . خبردار چې د غربيانو په خبرو دوکه نه شئ . تاسې پوهېږئ چې د هندوستان ، پاکستان ، بنګلادېش ، سريلينکا ، نيپال ، تايليند او برما په لکونو عيسايي مذهبه ښځې د مسلمانانو د ډېرانو ، ټټيو او تشنابونو په صفايي لګيا دي او له همدې درکه د خپل ژوند اړتيا پوره کوي ؟ همدغه عيسايي مذهبه ښځې د لکونو په شمېره کې عربي او خليجي هېوادو ته ځي او هلته د پرديو کورو مزدوري کوي خو مزدوري هم له ډېرې بې پتۍ سره …. تاسې اورېدلي چې کومې غربي مؤسسې د دغو عيسايي ښځو څه مرسته کړې وي څو له دغې بې عزتۍ وژغورل شئ ؟ نو اې زموږ افغان پتمنو ښځو ! په دې يقين وکړئ چې زموږ په هېواد کې دغه ښځينه پارکونه ، د امن کورونو او دا په يو او بل نوم سل ګونه مؤسسې يوازې ددې لپاره دي چې تاسې ته خپل عزتمن کورونه له پامه در بد او د بهر په ګرځېدلو مو عادت کړي . او د دې لپاره چې افغاني کورنی نظام و شړيږي او په کورنۍ کې د ښځو منل شوی مقام له منځه ولاړ شي . قسم دی چې سبا ډېرې وړې تنخا پسې هم د هر کس ونا کس متازي او سر ټيټۍ ته اړې شئ خو لا به هم څه نه مومئ . راځئ د دوی خبرو پسې مه ګرځئ . داد شيطان ډله ده . دا د الله تعالی ، هغه د رسول او مسلمانانو د دين او دنيا دښمنان دي . د دوی مشورو کې زموږ خير نشته . نو اې خورې تعليم وکړه خو له قرآني لارښوونو سره سم ، ورزش وکړه خو د واليبال او باسکټ بال پارکونو کې نه ، بلکې خپل پلار ، خاوند او زوی سره په کورنيو ضروري چارو کې برخه اخيستو سره . خورې ! دا تفريحي پارکونه او امن کورونه ستا د نېکمرغۍ لپاره نه بلکې په خدای قسم ستا د بربادۍ ، هلاکت او بې پتۍ لپاره جوړ شوي . په دغو کې ستا هر څه تبا کيږي خو راځه له خپلو ديني لارښونو ځان خبر کړه چې خوښي ، نېکمرغۍ او سر لوړي تر لاسه کړې . نو پام کوئ افغان ښځو دوکه نه شئ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x