
بلوچستان: لورلايي ولسوالۍ کې اوه سرحدي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان بلوچستان ايالت لورلايي سيمه کې د سرحدي عسکرو پر پوسته بريد کې اوه سرحدي پوځيان وژل شوي دي.
د بلوچستان د «ايف سي» سرحدي پوځيانو وياند رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د مخالفينو په بريد کې اوه پوځيان وژل شوي او د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ګڼو بريدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او له پېښې وروسته يې سيمه کې د شکمنو بریدګرو پلټنه پيل کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د پاکستان حکومت نا معلومو مخالفينو قلعه سيف الله سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک يو افسر له تښتولو وروسته وژلی او جسد يې په اسماعيلزو سيمه کې غورځولی و.
څو موده وړاندې هم د بلوچستان ژوب ولسوالۍ کې د حکومت مخالفينو اته ملکي افسران تښتولي او تر اوسه يې درک نه دی معلوم.
بلوچستان د ځمکې له پلوه د پاکستان تر ټولو ستر ايالت دی او د تېرو څو کلونو راهيسې نا امنه سيمه ده او تر اوسه د ملتپالو بلوڅانو په ګډون زرګونه خلک د دغه تاوتريخوالي او نا امنيو له امله وژل شوي دي.