طالبانو د جان محمد خان او محمد هاشم وطنوال د وژني مسؤلیت په غاړه واخیست
نن ټکی آسیا: طالبانو په یوه خبر خپرولو سره رسما د حامد کرزي د سلاکار جان محمد خان، او ولسي جرګې غړي محمد هاشم وطنوال وژل ومنل، او د هغو د مرګ مسؤولیت يې په غاړه واخیست.
په خبر کي وویل شول چي جان محمد خان چي په خوا د روزګان ولایت والي وو، او اوس مهال د حامد کرزي سلاکار او مشاور وو، د امریکایانو سره يې د یرغل په پيل کي ډیره مرسته او همکاري وکړه، او سخت ظلمونه یې تر سره کړه.
هغه به د امریکایانو سره ګډه د افغانانو پر کورونو چاپې وهلې، او د شپې په عملیاتو کي به يې برخه اخیسته.
په خبر کي راغلې چي نومړی د ډیر مودې راهیسي د اسلامي امارت د مجاهدینو تر هدف لاندې و، چي بلاخره د نومړي د له منځه وړلو عملیات په پوره بریالیتوب سره ترسره شول.
په خبر کي زیاته شوې چي دغه برید د دوو تنو سرښندونکو طالبانو په واسطه ترسره شو، چي یو يې د کندهار اوسیدونکی عبد الله نومیده، او بل يې د کندز ولایت محمد ولي نومیدی.
ځیني سرچیني وايي چي په دغه برید کي د جان محمد خان او هاشم وطنوال سربیره نور هم ځیني مهم خلک چي ددوی سره په کور کي میلمانه وه وژل شوي، او د یو تن افسر په ګډون دوه تنه پولیس هم وژل شوي دي.
د جان محمد خان وژنه د احمد ولي کرزي د مرګ وروسته د حامد کرزي لپاره تر ټولو غټ ګزار وو، چي ځیني شنونکي په دې عقیده دي، چي د حامد کرزي دوه لاسونه د افغانستان په سویل کي پرې شول.
د جان محمد خان کور، پر کوم چي تیره شپه د طالبانو له خوا عملیات تر سره شول.