
د ډاکټر عبد الله له خوا د کاندید وزیرانو وروستی لست
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله سرچیني وايي چې دوی ولسمشر اشرف غني ته خپل د وزیرانو نهايي لست لیږلی.
باید وویل شي چې تمه کیږي نن به د ډاکټر عبد الله او اشرف غني له خوا کاندید وزیران پارلمان ته معرفي شي.
د ډاکټر عبد الله د کاندید وزیرانو لست په لاندي ډول دی.
۱ – بهرنیو چارو وزارت: صلاح الدین رباني
۲ – د کورنیو چارو وزارت: نور الحق علومی
۳- د پوهني وزارت: زلمی یونسی
۴ – د ښځو چارو وزارت: نجیبه ایوبي
۵- عامي روغتیا وزارت: فیروز الدین فیروز
۶- عدلیه وزارت: عالمی بلخی
۷- سوداګرۍ وزارت: سردار محمد رحیمی
۸- مخابراتو وزارت: برنا کریمي
۹- د اوبو او انرژئ وزارت: محمود صیقل
۱۰- د اقتصاد چارو وزارت: سردار رحمن اوغلي
۱۱- د کډوالو وزارت: نصیر احمد مهجور
۱۲- د کلیو او پراختیا وزارت: محمود ګل زلمی
باید وویل شي چې تر اوسه د اشرف غني له خوا د کاندید وزیرانو لست نه دی افشا شوی، او تمه کیږي چې نن به یی رسما پارلمان ته ور معرفي کوي.
د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن په خپل فیس بوک پاڼه لیکلې:
«ویل کيږي پارلمان کې يو تړون د وکیلانو تر منځ شوې، نن به ممکن کابینه اعلان او پارلمان ته معرفي شي.
هغه وکیلان چې په تیر کمپاین کې د ډاکټر اشرف غني ملاتړي ؤ اوس ورڅخه ناراضه ښکاري، هغوئ د هغې ډلې وکیلانو سره خبره کړي چې په تیر کمياین کې د عبدالله عبدالله پلویان ؤ، دغو ناراضه وکیلانو ورته ویلي چې موږ به ټولو هغو وزیرانو ته چې د عبدالله له خوا معرفي شوي مثبت رایه ورکړو، مګر تاسي له موږ سره ژمنه وکړئ چې هغو وکیلانو ته به په ګډه منفي رایه ورکؤ چې د اشرف غني له خوا معرفي شوي.
ډاکتر اشرف غنی د وزیرانو په انتخاب او د پوسټونو په وېش کې د خپلو پلوي وکیلانو رایه وانه خستله او نه يې د هغوئ کومه غوښتنه ومنله. برعکس عبدالله عبدالله د خپلو پلوي وکیلانو رایه او د هغوئ غوښتنې تر ډیره حده منلي دي.
تر درې میاشتو ډیر انتظار د کابينې معرفي کیدو ته خلکو وایست، اوس د وزیرانو تاید د پارلمان له خوا هم ممکن ډیر وخت ته اړتيا ولري، او يا ممکن دا خبره به د اوازي تر حده وي. ولي دا امکانات رد کیدای هم نه شي.»
افغانان د مفکر اشرف غنی هغه وعدی د اوبو به سر ليکل بولي ، ځکه ،چی فساد دومره حد ته رسيدلی چی اصلاح يي امکان نه لري ، دوه سری ، حکومت ، چی د خلکو په اند يو سر يې غرپی او بل يي د دوی له اند جهادي دی ، خو له بده مرغه ،جهادی سر يي کمونستی بڼه خپله کړه ، داکتر عبدالله ، عبدالله ،چی ځان د جهاد او مقاومت اتل ، ګڼي ، پخوانی کمونسټ ، يي د کورنيو چارو دوزير په توګه معرفی کړی ، خو خلک موجوده دوسری حکومت ، یو سهامی شرکت… نور لوستل »
یارانو مونژ لا د هغی ورځی نه د دی دواړو غین او عین نه دخیر او دخدمت امید لنډ شو چی د جان کیری لخوا دوی یی په خام تار وتړل او فکر مو وکړ چی نه به تحول راشی او نه اصلاحات ځکه چی دا یو مطلق جبری ایتلافی حکومت دی
محترمو لوستونکو او د نن ټکی آسیا کار کونکو ته السلام علیکم و رحمت الله و برکابه ! موثق خبره خو سړی نه شی کولای ځکه چی عالم الغیب خو الله تعالی دی او هرڅه چی کیږی هغه ته ښه علم دی اما د وکیلانو په باره کی به دا ووایم چی دوی چی چغی سوری جوړ کړی چی کابینه معرفی کړه کابینه معرفی کړه دا ددی لپاره نه دی چی ګواکی دوی سره دملت غم ده دوی ډیر وخت کیږی چی جیبونه یی تش شویدی او غواړی د همدی لاری امرار معاش وکړی او دآثارونه معلومیږی چی نوموړی کابینه… نور لوستل »
مسلمانو افغانانو ورونو ځانونه مه تیرباسی : اشرف غنی ته چه چا د متفکر سوعات ورکړی ، د هغو متفکر دی ، تاسی سهوه کوی متفکر صاحب ډیر راستین او وفادار شخصیت دی مګر د خپلوا بادارانو او ولی نعمتانو سره ، په همدی خبره چه د دی ولس سره به هغه کوی چه څه ورته د بادارانو له خوا دستور ورکړی شوی ، دا چه د هغه دستور عملی کولو د پاره له کومو دروغو ، درغلیو ، غلاوو او غولولو څخه کار اخلی د هغه د ابتکارونو یا مداریتوب پوری اړه لری چه دی به د حامد کرزی… نور لوستل »