افغانستان

د خوست د امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې امر ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲جزییات ۲مه، ۱۳۹۳): د خوست ولایت څخه تازه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د روزنې رئیس سمونوال میرزا جان د ځمکني ماین په چاودنه کې ووژل شو.

امنیتي چارواکي وايي، چې دا پېښه نن سهار د خوست ښار په متون سېمه کې رامنځته شوې ده.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د میرزا جانه وژنه تایید کړه .

د امنیه قوماندان په خبره ، د خوست د امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې امر نن سهار لس بجې شاوخوا د ښار اړوند په متون سېمه کې له کوره د دفتر په لورې پلی روان و، چې په لاره کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودیدو له کبله ووژل شو.

نوموړي وویل، چې دا له لیرې څخه د ریموټ په وسیله د کنټرولېدونکي ماین چاودنه وه.

په پېښه کې بل هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

ویل کېږي، چې سمونوال میرزا جان له تیرو پنځویشتو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

طالبانو تر اوسه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x