په پکتيکا کې وسلوال طالبان له خلکو عشر ټولوي

taliban-fighters-pose-with-weaponsوسلوالو طالبانو دپکتيکا په مرکز او ولسواليو کې له کروندګرو د عشر ټولول پيل کړي دي، خو طالبان عشر خپل حق ګڼي.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي نيازي وويل، چې وسلوالو طالبانو لومړى د دوى د ولسوالۍ په جوماتونو کې شپه پاڼې خپرې كړې وې او بيا يې په جوماتونو كې د اعلان له لارې هم له خلکو وغوښتل، چې دوى ته دې د خپلو غنمو عشر ورکړي.

هغه وايي، چې ځيني خلک دوى ته په خپله خوښه عشر ورکوي، خو له ځينو يې په زور اخلي.  پکتيکا ولايت ټولې اتلس رسمي او پنځه غير رسمي ولسوالى لري چې په زياتره ولسواليو کې يې د شپې لخوا طالبان حاکميت لري او که د سيمي اوسيدونکي په رضا ورته عشر ورنکړي په زور يې هم مجبوروي او ترې عشر اخلي.

په پکتيکا کې د ملي اردو د ۲۰۳تندر قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي دا اومنله ، چې ددې ولايت په ځينو سيمو کې  طالبانو د عشر ټولول پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې د پکتيکا غريب او بې وزله خلک د طالبانو له دې ظلم څخه وژغورو.))

بلخوا بيا طالبان د عشر اخيستل خپل حق ګڼي.

په پکتيکا کې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي رسنيو ته وويل، چې د غنمو او ځنغوزيو عشر اخيستل د دوى حق دى او خلک يې بايد بې له عذره ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم خلکو طالبانو ته عشر ورکاوه.

د اسلام په مبارک دين کې عشر او زکات د مالدارو او سرمايه دارو خلکو باندې فرض دى او بايد غريبو ناوسه او نېستمنو خلکو ته ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې څو ورځې وړاندې ادعا کړيوه چې وسلوالو طالبانو په هلمند کې له کروندګرو څخه څلوېښت ټنه ترياک عشر ټول کړى دى.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د