افغانستان

د زابل د میزاني ولسوالۍ امنیه قوماندان سخت ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د زابل امنیتي چارواکي د میزاني ولسوالۍ د امنیه قوماندان د ټپي کېدا خبر ورکوي.

د زابل د میزاني ولسوال ملا ظریف رسنیو ته وویل، چې د امنیه قوماندان پر موټر د ماین چاودنه شوې او د قوماندان په شمول دوه تنه پکې سخت ژوبل شوي.

د ولسوال په خبره، دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د علم ګل ناوې په سېمه کې په داسې حال کې را منځته شوې، چې امنیه قوماندان خان محمد له پولیسو سره یو ځای په ګزمه بوخت و.

ویل کېږي، چې د میزاني ولسوالۍ پر امنیه قوماندان وروسته له هغې چاودنه وشوه، چې په سېمه کې د ملي اردو پر عسکرو لږ مخکې بله چاودنه شوې وه.

د زابل چارواکي د قوماندان خان محمد روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بولي.

طالبانو د دغې چاودنې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو د دوی ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې تېره ورځ مازیګر یې د میزاني ولسوالۍ د سپينو مریاڼو پوستې ته څېرمه د مخامخ برید په ترڅ کې یو عسکر وژلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یتیم زابلی

د هیواد په سطحه ټولی رسنۍ بلواکه او یوه لوری ته کارکوی نن اسیا ته موږ تر یوحده د څپلواکی مننوکی یو ولی بیاهم کله نا کله ډیر مهم راپور او خبر درنه پاتی شی او دافغانستان طالبان او دهغوی قربانۍ که له مطبوعاتو پټی وی الله تعالی او اولس یی وینی یوه راپورته مو جدی توجه غواړم چی نشر شی تیری ۳ ورځی وړواندی د زابل ولایت په شملزو ولسوالی کی د سرحد د اربکیانو قومندان عبد الحق چی رازق اسدالله خالد او د زابل په سویه قومندان او خورا ډیر ظالم او پخپل ظلم کی د شهرت و… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x