هندوستان: د غوایانو لپاره وزیر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): غوا په هندو مذهب کې خاص ارزښت او اهمیت لري تر دې حده چې اکثره خلک د غوایانو په عبادت هم بوخت دي خو اوس په دې وروستیو کې د غوا اهمیت نظر کې نیولو سره هندوستان کې د راجستان حکومت د غوایانو چارو لپاره جلا وزیر ټاکلی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې حکومت امر کړی و چې له دې وروسته دولتي دفترونه دې د فینایل مایع پر ځای د غوا په بولو ووینځل شي.

هندي رسنیو په وینا د غوایانو خدمت او ستونزو حلولو لپاره پیژندل شوی اوتارا مدیواسی چې په بوپاج مشهور دی د راجستان حکومت لخوا د غوایانو وزیر ټاکل شوی.

اوتارا مدیواسي د وزیر کیدو وروسته ځان ته د «ګاوپالن منتري» خطاب کوي او له دې سره نوموړی په تاریخ کې لومړۍ کس دی چې د یو خاص حیوان لپاره وزیر ټاکل کیږي.

د ټاکنو پر مهال بي جې پي ګوند کاندیدسوندرا راجي خپل انتخاباتي منشور کې وعده کړې وه چې له کیامیابیدو سره به د غوایانو له حقوق څخه دفاع کوي چې خپل کړې وعده يي د یو وزیر ټاکلو سره پوره کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د