دحامد کرزي سلا کار جان محمد خان ووژل شو

janmohammedkhankarzaiadviserنامالومه وسله والو نن دکابل په څلرمه کارته کې د روزګان دپخواني والي او دښاغلي کرزي د اوسني سلاکار جان محمد خان پرکور بريد وکړ چې په ترڅ کې يې جان محمد خان او په ولسي جرګه کې دروزګان دخلکو استازی ښاغلی هاشم وطنوال ووژل شول.

یوشمير نامالومه وسله والو تېر مازديګر دښاغلي جان محمد پرکور بريد وکړ او هلته ورننوتل.

له ورننوتلو سره سم يې پر ښاغلي جان محمد خان چې ويل کيږي دغه مهال له ميلمنو سره په سالون کې په خبرو اخته وو باړونه وچلول. ددغو ډزو په ترڅ کې جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د روزګان دخلکو استازی ښاغلی هاشم وطنوال په ټکي ووژل شول.
امنیتي سرچينو نن ټکی آسيا ته وويل چې په ميلمستون کې څو نور کسان هم وژل شويدي چې هويت لا نه دی په ډاګه شوی.

 

دکابل امنيه قومندان بصير سالنګي دغه پيښه تايید کړه او څرګنده يې کړه چې له وسله والو نه دساحې دپاکولو په موخه هلته ګڼ پوليس استول شويدي. له بله لوري ځايي سرچينو نن ټکي آسيا ته وويل چې سيمه دامهال دباندنیو اوکورنيو عسکرو ترسخته محاصره لاندي ده او دراکټونو او درنو ماشينګڼو ډزي لاهم اوريدل کيږي.
دڅلرمې کارتې یوه امنيتي چارواکي خبريالانو ته وويل چې په سيمه کې لاهم جګړه روانه ده.

که څه هم تردې مهاله دپيښې په اړه د طالبانو له لوري کوم بيان ندی راغلی، خو داسې ګومان کيږي چې دغه کار به طالبانو کړی وي.

هيره دي نه وي چې طالبانو ايله دری ورځې وړاندي په کندهار کې دښاغلي حامد کرزي ورور احمدولي کرزی ترور کړ.

دجان محمد خان دترور پيښه پداسې حالت کې رامنځته کيږې چې نړيوالي ټولني نن دباميانو ولایت امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارلې. دڅارونکو اوشنونکو وينا داده چې دکابل نننی ترور به دافغان ځواکونو دوړتيا په هکله نړيوالي انديښنې نوري هم پياوړي کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د