نړۍ

جان کيري نن په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري به نن دوشبنه د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسيږي او هلته به د پاکستان لومړي وزیر نواز شريف او نورو لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو سره د پاکستان او امريکا په ستراتيژيکو اړيکو خبرې اترې وکړي.

د جان کيري د سفر په دوهمه ورځ به د پاکستان او امريکا د ستراتيژيکو اړيکو په اړه مذاکرات کيږي، چې د پاکستان استازيتوب به د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز کوي.

پاکستاني سرچينې وايي، چې جان کيري به پاکستاني چارواکو سره راتلونکې مياشت هند ته د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سفر او د پاک و هند په ګډه پوله د هندي او پاکستاني عسکرو د دوه اړخيزه ډزو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

جان کیری بل شی ته پاکستان ته نه ځی مګر د مسلمان- پښتون او ملی ګرا پاکستانیانو د وژلو لپاره هره میاشت ور روان دی- هیله ده چی ملګری می پری پوه شوی وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x