fbpx
د ګډ حکومت دواړو مشرانو په حضور کې نن کابینه اعلان شوه

د ګډ حکومت کابینه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): بلاخره له سلو ورځو اوږد انتظار پای ته ورسېد او د ملي یووالي ګډ حکومت پر دې وتوانېد چې له اوږدو ناندریو وروسته خپله کابینه نن په ارګ اعلان کړي.

د کابینې د اعلان مراسم چې په ژوندۍ بڼه له ملي ټلویزیون څخه خپرېدل، لاندې پنځه ویشت کسیز لیست یې د ګډ حکومت د کابینې په توګه اعلان کړ:

ګڼه نوماند وزارت                    
1 شیر محمد کریمي ملي دفاع وزارت
2 نورالحق علومي کورنیو چارو وزارت
3 صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت
4 غلام جیلاني پوپل مالیې وزارت
5 احمد سیر مهجور عدلیې وزارت
6 زلمی یونسي پوهنې وزارت
7 نجیبه ایوبي ښځو چارو وزارت
8 عباس بصیر فواید عامې وزارت
9 فیروز الدین فیروز عامې روغتیا وزارت
10 یعقوب حیدري کرڼې وزارت
11 داود صبا د معادنو وزارت
12 برنامه کریمي مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
13 نصیر احمد درانی  د کلیو پراختیار وزارت
14 خاطره افغان لوړو زده کړو وزارت
15 محمود صیقل د ابو برېښنا او انرژۍ وزارت
16 سادات نادري کار، ټولنیزو چارو او شهداوو او معلولینو وزارت
17 سید حسین عالمي بلخي کډوالو راستنېدو وزارت
18 فیض محمد عثماني حج، ارشاد او اوقافو وزارت
19 فیض الله خاطر مخدرو توکو پر ضد وزارت
20 سلطان خبري اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
21 قمر الدین شینواری سرحدات او قبایلو وزارت
22 سردارد محمد رحماني اوغلي اقتصاد وزارت
23 سردراد محمد رحیمي سودګرۍ او کانونو وزارت
24 رحمت الله نبیل ملي امنیت لوی ریاست
25 خلیل صدیق د افغانستان بانک ریاست
۲۶ فیض الله ذکي ترانسپورت وزارت
۲۷ شاه زمان میوندي ښاري چارو وزارت

پورته وزیران به ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو په موخه معرفيکېږي.

ښايي له دې وروسته د ګډ حکومت دواړه مشران د ۳۴ولایتونو د والیانو پر ټاکلو مشورې او چنې وهنې بیل کړي. د افغانستان ټول والیان دمګړۍ سرپرستان دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

سره له چې لاسپوڅي حکومت سر تر پایه مردود ده خو بیا هم په دې لیست کې صلاح الدین رباني د وزارت خارجه لپاره انتخابول له افغانانو او افغانستان سره لوی خیانت ده

دا مفسد چی زمونږ خارجه وزیر یی نو بهرنیان به فکر کیي چې په افغانستان کې اصلا تر ده پورته سړی نشته

وای په حال د هغو چې دې بقال برتقال فروش (مفکرصیب) ته یی خپله رایه کارولې ده