بغلان: د واده په مراسمو کي د ډزو له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې
نن ټکی آسیا: د بغلان ولایت په مرکز کي نامعلومو وسلوالو د واده په مراسمو کي ۲ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان کړه.
د سیمي څخه مسئولینو ویلي چي پرون ماسختن ناوخته د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د ملاخیل په سیمه کي د یو واده په ګډون کوونکو ډزي وکړې، چي له کبله يې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله ورسیده.
ویل کیږي چي وسلوال هغه کور ته ور ننوتلي وه چي واده په کښي روان وو، او بیایی هلته پر خلکو ډزي پیل کړي.
تر اوسه د پيښي علت نه دی مالوم، خو په دغه ولایت کي خلک اربکیو څخه ډیر سر ټکوي، او ورته پيښي څو ځله د ددغو ځواکونو له خوا را منځته شوې دي.
ویل کیږي چي د پيښي قربانیان ټوله ځوانان دي.
داود جبار خیل