د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

بهرنیو چارو وزارت ته نوماند، صلاح الدین رباني لنډه پيژندنه

بهرنیو چارو وزارت ته نوماند، صلاح الدین رباني لنډه پيژندنه

صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي د پخواني جهادي ګوند د پخواني مشر استاد برهان الدین رباني زوی دی، په ۱۹۷۱م کال کې په کابل کې زیږیدلی، تر دولسم ټولګي له زده کړو وروسته سعودي عربستان ته د لوړو زده کړو لپاره تللی، او په ۱۹۹۵ م کال کې يې د ملک فهد د پټرولیم او معادنو له پوهنتون څخه په «BBA»مارکیټنګ او اداره کې ليسانس اخيستی.

رباني خپله لومړنۍ عملي دنده هم هلته په سعودي کې د تېلو په یوه امریکايي شرکت (ARAMCO) کې پیل کړه او په دغه شرکت کې په مالي برخه کې کار کړی.

۱۹۹۶ م کال کې رباني د متحده عرب امارات شارجه ښار ته ولاړ او هلته یې په ګڼو شخصي تجارتي شرکتونو کې کار وکړ.
په ۱۹۹۸ م کال کې د افغانستان شمال ته ولاړ او هلته یې د خپل پلار او د هغه وخت په نامه ولسمشر په دفتر کې د یوه ژباړن په توګه دنده پیل کړه.

په ۱۹۹۹ م کال کې صلاح الدين رباني یو ځل بیا له افغانستانه د لندن پر لور وکوچېد، او هلته یې کنګسټن پوهنتون په تجارتي انسټيټيوټ (Kingston University’s Business School) کې داخله وکړه، او ۲۰۰۱م کال کې له دغه پوهنتونه «MBA» تجارت برخه کې د ماستري سند تر لاسه کړ.

رباني د ۲۰۰۲ م کال په وروستیو کې بهرنیو چارو وزارت کې په دنده وګومارل شو.
او ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۰۶ م کال پورې د افغانستان د سیاسي کونسلر په توګه نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پاتې شو.
۲۰۰۶م کال کې يې خپله دنده پرېښوده او يو ځل بيا يې د کولمبيا پوهنتون د نړيوالو اړيکو په پوهنځي کې داخله وکړه او دوهمه ماستري یې په نړيوالو اړيکو کې واخيسته.
۲۰۰۸ کال کې، يو ځل بيا افغانستان ته راغی او د جمعيت اسلامي د سیاسي چارو د مرستيال په توګه وټاکل شو او تر څنګ يې د ګوند د رسمي تلويزون «نور» د مدير په توګه هم دنده تر سره کوله
د ۲۰۰۹ له ټاکنو وروسته کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او برهان الدین رباني ترمنځ اړیکي ښې شوې، نو صلاح الدین رباني يو ځل بيا بهرنيو چارو وزارت کې په لوړه څوکۍ وټاکل شو او دغه کال کې ترکيه کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو.
صلاح الدين رباني ۲۰۱۲م کال د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د دوو مياشتو لپاره د دغه ګوند موقتي مشر وټاکل شو او وروسته د بلخ والي عطاء محمد نور وويل، چې د رباني مشر زوی صلاح الدين بايد د ګوند مشري په غاړه ولري.
۲۰۱۲م کال کې د برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته نوموړی د سولې د عالي شورا ريیس وټاکل شو، چې تر اوسه دوام لري او د ګډ حکومت د اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله له خوا نوموړی د بهرنيو چارو د وزير په توګه نومول شوی دی.
صلاح الدين رباني واده کړی او څلور اولادونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x