د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته کاندید – برنا کريمي

برنا کريمي په ۱۹۷۴م کال کې زيږېدلی او خپل ليسانس «BBA» او«MBA» ماستري دواړه يې په اداره او تجارت کې اخيستي دي.

۱۹۹۴م کال کې له افغانستانه د امريکا کليفورنيا ته تللی او هلته يې د افغاني قالينو يو دوکان درلود او پر افغانستان د امريکايي ايتلاف له بريد وروسته د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يو ځل بيا کابل ته راغی او له خبرو او کړو وړو داسې نه ښکاري، چې دی دې افغان وي.

وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ريس دفتر مرستيال و.

۲۰۰۴- ۲۰۰۸ کال پورې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مرستيال مدير و.

۲۰۱۰م کال کې د يو څه مودې لپاره د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې سرپرست مشر و

نوموړی، چې د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست مشر و، يو شمېر چارواکو او مشرانو جرګې يې په اړه داسې ادعاوې وکړې، چې ولسواليو او ولايتونو ته د اهليت پر ځای خلک په شخصي ملګرتيا او توکمپالنه ټاکي او د ده پر لاس ټاکل شوي ډېری ولسوالان بې سواده دي.

۲۰۱۱م کال کې مشرانو جرګې د نه باور رايه ورکړه او نوموړی له دغه دندې لاس پر سر شو.

۲۰۱۱م کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د يو رسمي فرمان له مخې برنا کريمي کاناډا کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو.

برنا کريمي په قوم هزاره دی، امريکايي تابعيت لري. په انګريزي او درې روانې خبرې کولای شي او ګوډه ماته پښتو يې هم زده ده.

او ۲۰۱۱- ۲۰۱۴م کاله کاناډا لپاره يې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اشنا مالیم

یقین وکړئ ما ویل که دا ښځه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close