
د ښځو چارو وزارت ته نومانده، نجبیه ایوبي څوک ده؟
د کلید ګروپ مشره، مدني فعاله او د مطبوعاتو د ازادي پلوې او په خټه هزاره ده.
مېرمن نجیبه ایوبي د کلید ګروپ چې یوه غیر حکومتي رسنیزه اداره ده او په انلاین، غږیزو او چاپي برخه کې خپرونې لري، مشرې کوي.
نوموړې په ۱۹۹۶م کال کې د طالبانو لاس ته د کابل له لویدلو وروسته ایران ته کډواله شوه او هلته یې د افغان ماشومانو لپاره د یوه ښوونځي بنسټ کېښود.
نجیبه ایوبي وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د امریکا له لورې را وپرځول شو، د اروپا پر ځای د کابل لوری ونیو او په کابل کې مېشته شوه.
نوموړې د کلید ګروپ د مشرې تر څنګ په افغانستان کې د غیر انتفاعي مؤسساتو د پراختیا د ډلې غړیتوب هم لري.
نجیبه ایوبي د خپلو رسنیزو فعالیتونو له کبله په ۲۰۱۳ کال کې د ښځینه خبریالانو د نړیوال بنسټ له لورې د زړورتیا جایزه واخیسته.
نوموړې د ګډ حکومت له لورې په رامنځته کېدونکې کابېنه کې د اجراییه رئیس له لورې د ښځو چارو وزارت لپاره نومول شوې ده.