افغانستان

بهرنیو ځواکونو څخه د امنیت سپارلو لړۍ د بامیان ولایت څخه شروع شوه

afghan_police_smoking_cigaretteنن ټکی اسیا: افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو لړی په رسمي توګه د بامیان ولایت څخه شروع شوه، خو په بامیانو کي به د نیوزیلانډ د ځواکونو د پي آرټي مرکز تر کال ۲۰۱۴ پاته وي.

د بامیانو د والي ویاند عبد الرحمن احمدي په دغه اړه رسنیو ته وویل چي دغه پروسه په رسمي توګه د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او یو شمېر نورو مسئولینو په ګډون په رسمي توګه شروع شوه.

هغه وویل چي پامیانو کي امنیتي چاري د بهرنیو ځواکونو څخه امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.

تمه کیږي چي د رواني میلادي میاشتي په شلمه نېټه به د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه امنیتي چاري هم افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

عبد الرحمن زیاته کړې چي د تړون له مخي به په دې ولایت کې مېشت د نیوزیلانډ عسکر چي د پي آر ټي په مرکز کي میشت دي، د کال ۲۰۱۴ تر پایه به په دغه ولایت کي میشت وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چي دیوې اونیو په ترڅ کې به د ټولو ټاکل شویو سیمو د امنیت چاري افغاني ځواکونو ته وسپارل شي، چي په هغو سیمو کي پنجشیر، کابل، لښکرګاه، هرات ښار، مزار شریف، مهترلام او د سروبي ولسوالۍ راځي.

د یادوني وړ ده چي دغه ټولي سیمو امنیتي چاري د مخکي څخه لا افغاني ځواکونو ته سپارل شوي دي، خو اوس به دغه پروسه په رسمي توګه اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x