د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

کورنیو چارو وزارت ته نوماند، نورالحق علومي څوک دی؟

نورالحق علومي د عبدالعظیم علومي زوی دی چې په ۱۹۴۱م او ۱۳۲۰ل کال کې په کابل ښار کې زېږېدلی. لېسه یې په حبیبیه عالي لېسه کې پای ته رسولې ده. له لېسې وروسته یې نورې زده کړې په نظامي برخه کې ترسره کړي دي.

په ۱۳۳۹ل کال کې د نظامي افسرۍ پر دندې وګومارل شو. په ۱۳۴۲ل کال کې د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شو او په ۱۳۴۵ل کال یې د افسرانو عالي کورس هم پای ته ورساوه.

علومي د ډیموکراسۍ د لسیزې پر مهال چې ګوندونو فعالیتونه پیل کړي وو، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند له پرچم څانګې سره یو ځای شو. که څه هم ښاغلی علومي د افغانستان د اردو په قطعاتو کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله، خو تر څنګ یې د خلق ګوند د پرچم څانګې په غونډو کې په منظم ډول برخه اخیسته. ویل کېږي چې علومي په پرچم فرکسیون کې بیا د کارمل له ډلې سره خوږې اړیکې لرلې.

علومي له ۱۳۴۹ نه تر ۱۳۵۱ پورې د امریکا متحده ایالاتو ته د نظامي کورس لپاره ولاړ.

کله چې د ۱۳۵۷ل کال د غوايي پر اوومې د خلق ډیموکراتیک ګوند د تره‌کي-امین څانګې د داود خان د حکومت پر ضد کودتا وکړه، علومي یې هم بندي کړ. امین د پرچم څانګې نور غړي د سفارتونو په نامه له هېواده ووېستل او ځینې يې د علومي په ګډون بندیان کړل.

د ۱۳۵۸ په غوايي کې له زندانه خوشې شو او د نمبر یک قول اردو د ارکانو د رييس او سرپرست په توګه پر دنده ولګېد. کله چې پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ په مرغومي کې پر افغانستان یرغل وکړ، د علومي پرچمي ملګري واک ته ورسېدل، کارمل ولسمشر شو؛ نو علومي هم ترفیع وکړه او د نمبر دو قول اردو د قومندان په توګه په کندهار کې پر دنده مقرر شو. ویل کېږي چې علومي په کندهار کې د روسانو د اشغال پر مهال د ډېرو بې ګناه انسانانو پر وژنو تورن دی. وروسته، د روسانو د اشغال او د کارمل د واکمنۍ پر مهال د جنوبي زون (کندهار، هلمند، زابل او روزګان) د تنظیمه رييس په توګه پر دنده ولګېد. له ۱۳۶۵ نر تر ۱۳۶۶ پورې د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد لپاره ولاړ. مګر کله چې په جنوب کې مجاهدینو پرمختګونه وکړل، نو رژیم له علومي څخه غوښتنه وکړه چې یو ځل بیا وطن ته راشي او د مجاهدینو پر ضد جګړه په اوږه واخلي.

کله چې شوروي ځواکونه په ۱۳۵۸ کال کې د وسله وال جهاد په برکت مات شول شورویانو د پرچم فرکسیون بل مشر، ډاکټر نجیب ولسمشر وټاکه. مګر د نجیب رژیم هم د مجاهدینو پر ضد د مقاومت توان نور له لاسه ورکړ. کله چې د ۱۳۷۱ل کال په غوايي کې مجاهدین کابل ته داخلېدل، د کمونیست ګوند پرچم فراکسیون له جمعیت-نظار شورا سره اړیکي ونیول او واک یې د نورو مجاهدینو پر ځای د نظار شورا مشر، احمدشاه مسعود ته وسپاره. د واک په دغه لېږد کې د کارمل ورور، محمود بریالی، فرید مزدک، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر وکیل، نبي عظیمي او نورالحق علومي رول درلود. د واک د لېږد دغه صحني په فلمونو کې خوندي شوې دي چې هلته علومي ښکاري چې مسعود ته واک سپاري.

نظار شورا ته د واک د لېږد یوه څنده، ۱۳۷۱ل، ثور
نظار شورا ته د واک د لېږد یوه څنده، ۱۳۷۱ل، ثور

د ۱۳۵۷ل له غوايي وروسته چې کابل د جهادي تنظیمونو د خپلمنځي جګړو ډګر شو، ځینو مجاهدینو د علومي دوه نظامي وروڼه، جنرال عبدالرشید علومي او عبدالحق علومي ووژل، نورالحق اروپا ته وتښتېد.

پر هېواد د مجاهدینو له حکومت او د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال علومي هم د ګڼو نورو کمونیستانو په څېر په اروپايي هېوادونو کې استوګنه کوله. د ۲۰۰۱م کال پر مهال چې امریکايي ایتلاف پر افغانستان یرغل وکړ، علومي هم بېرته وطن ته راوګرځېد او د «متحد ملي افغانستان» په نامه ګوند یې عدلیه وزارت کې راجستر کړ. له دیارلس کلونو راهیسې علومي په سیاست او رسنیو کې فعال دی؛ خو د خپل ګوند له ادرس څخه کوم فعالیت نه لري. علومي په تېرو دیارلسو کلونو کې هم د پخوا په څېر د شمال ټلوالې له غړیو سره نژدې اړیکي لرلې. د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم د عبدالله عبدالله کمپاینر او د «ملي ایتلاف» غړی و.

اوس چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک په وېش کې د کورنیو چارو وزارت عبدالله عبدالله ته رسېدلی، نو د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم څخه نورالحق علومي د یاد وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه پېژندل شوی دی. دا لا معلومه نه ده چې ولسي جرګه به نورالحق علومي ته چې په بشري جرمونو تورن دی، د باور رایه ورکړي که نه.

نقد

پر علومي د بشر حقونو ضد جنایتونو تورونه دي. د شوروي اشغال پر مهال په جنوب او لوی کندهار حوزه کې يې د ولس پر ضد د روسانو په پلوۍ جګړه کړې ده. د ثور پر اتمه د ۱۳۷۱ل کال پر مهال د ملګرو ملتونو د پلان شنډولو کې د علومي رول ډېر مهم دی. ځکه په کابل کې د تنظیمونو ترمنځ د وینو بهولو تور پر علومي، نجم کاویاني، محمود بریالي، نبي عظیمي او تر ډېره نظار شورا او جعیتي کړیو لګېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد طاهر

بس…تبصره نشته. دومره وايم چی دبی اتفاقه کلی به هندو ملک وی…

محمودالغزنوی

دانوپدی پوری آړه لری چی په اصطلاح چهادیان په آوسنی مزدوره اداره کی څوسلنه واک لری،،آوداچی جهادیان رشتیاجهادیان دی،که دحلوامجنونان دی،،وبه ګورو

افغان ځلمی

حیرانونکی حالت په هیواد ، سیمه او نړی کی روان دی ، سړی کله جیران پاتی او حتی په ځان می ویره وشی چه زه تر اوسه هم مسلمان یم ؟ د شهادت کلیمه تکراروم ، ژاړم او ژاړم یوآځنی ښه او باوری مسلمانان هماغه استشهادی او د هغو په څنګ کی نور پاخه مجاهدین دی او بس

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x