د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

دفاع وزارت ته نوماند جنرال شير محمد کريمي څوک دی؟

اويا کلن جنرال شير محمد کريمي د خوست ولايت د اسماعيل خيلو اوسيدونکی د ملا محمد کريم زوی دی، چې لومړۍ زده کړې يې له خپل پلار او د سيمې له ديني علماوو کړي دي.

له شپږم ټولګي وروسته يې حربي ښوونځی لوستی، بيا حربي پوهنتون ته معرفي شو او حربي پوهنتون کې له يو کال زده کړې وروسته د لندن سن هرټ حربي پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ او هلته له دوو کالو نظامي زده کړو وروسته يې ګڼ نور نظامي کورسونه وويل.

هېواد ته له راستنېدو وروسته يې د ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې يې دفاع وزارت کې په ګڼو نظامي څوکيو دندې ترسره کړي او له څه مودې دندې وروسته ۱۳۵۰ ل کال کې يو ځل د امريکا متحده ايالاتو ته د لوړو نظامي زده کړو په موخه ولاړ او له دوو کالو زده کړو وروسته هېواد ته راستون شو د دفاع وزارت په بېلابېلو څوکيو يې دندې تر سره کړې او ۱۳۵۷ل کال له کودتا وروسته د يو کال لپاره بندي شو او له راخلاصيدو وروسته يې يو ځل بيا دفاع وزارت کې د تشکيلاتو مسؤول و.

د مجاهدينو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې دفاع وزارت کې د تشکيلاتو د ريس په توګه دندې تر سره کړي دي.

پر افغانستان د امريکا ايتلاف له يرغل وروسته د حامد کرزي د واکمنۍ په پيل کې دفاع وزارت کې مقرر شو او په لنډه موده کې د لوی درستيز څوکۍ ته ورسيد ، چې تر دې دمه يې خپله دنده پر مخ بووله او د ګډ حکومت د مشر اشرف غنی له لوري دفاع وزارت ته ونومول شو.

جنرال کريمي درې زامن او يوه لور لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

سګ سیاه بردرګرګ است

gul

زما یو ملګری د طالبانو وخت کې له کریمي سره نږدې پاته شوی دی سره له دې چې هغه ملګری اوس وسلوال طالب دی مګر کریمي ورسره اشنایي نه ده شکولې او به تیلفون ورسره رابطه لري، ملګری وای چي یوه ورخ له کریمي وپوښتل چې ناځوانه په طالبانو کې دي هم څڼي اچولې او اوس بیا له کرزي سره ولاړ یي وایي کریمي په خندا راغبرګه کړه چې وروره څه وکړم زه د هیچا په خوا نه یم یوازې مې له وطن سره مینه ده او دوطن خدمت کوم که طالبان راشي بیا هم ورسره کیږم د کریمي له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x