د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

عدلیې وزارت ته د نوماند «احمد سیر مهجور» لنډه پيژندنه

ډاکتر احمد سیر مهجور ۱۹۶۵م کال کې په بغلان ولایت کې زیږیدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په هیواد دننه او پاکستان کې تر لاسه کړې او په ۱۹۹۲ کې فرانسې ته لاړ او هلته مېشت شو.

په فرانسه کې له فرانسوي ژبې له زده کړې او دفلسفې او ټولنپوهنې د اساساتو له مطالعې وروسته هملته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د سياسي فلسفې په برخه کې يې خپله ماسټري د نانتر پاريس له پوهنتون څخه، د ټولنپوهنې په برخه کې يې فوق ماسټري دسوربن پاريس له پوهنتون څخه او د محلي سياستونو د ودې په برخه کې يې د فوق ماسټري تخصصي ډيپلوم د رووان له پوهنتو څخه ترلاسه کړ.

ښاغلي مهجور د قضايي حقوقو په برخه کې د رووان پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه د (عدلي کارپېژندنې) ديپلوم هم ترلاسه کړی او له ۲۰۰۲ کال څخه راپدېخوا يې په فرانسه کې رسما د عدلي کارپوه لقب ترلاسه کړی دی.

ښاغلي مهجور په ۲۰۰۷ کال کې د فرانسوي ژبو ټولنپوهانو د نړېوالې اتحاديې او په ۲۰۰۸ کال کې د فرانسې د ټولنپوهانو د اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړی.

د نوموړي په اړه ویل کېږي، چې اوس د فرانسې د رووان پوهنتون د GRIS د ټولنپوهنې د څيړنيز مرکز دایمی غړی دی او د ۲۰۰۶ کال راهيسې د رووان په پوهنتون کې د ټولنپوهنې استاد دی.

نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې د Traduction France په نامه د ژباړې يو مرکز تاسيس کړ.

ډاکټر مهجور له دري، پښتو، عربي، فرانسوي، انګليسي او اردو ژبو سره بلدتيا لری او ګڼې علمي، سياسي او ټولنيزې ليکنې يې په دري، پښتو، فرانسوي او عربي ژبو کړې دي

د ګډ حکومت په نوې کابېنه کې عدلیې وزارت ته نوماند دی.

مهجور د حزب اسلامي د ګوند سره اړیکه لرلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x