د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

«سید حسین عالمي بلخي» د کډوالو راستنېدو وزارت ته کاندید

سید حسین عالمي بلخي د سید میر آقا زوی د ۱۳۳۵ل کال په حمل میاشت کې د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ په ییلاق کلي کې زیږیدلی دی. له ۱۳۵۱ل نه تر ۱۳۵۷ل پورې د مزار شریف په سلطانیه مذهبي مدرسه او نورو شیعه مدارسو کې زده کړې کړي دي.

ښاغلی عالمي بلخي په ۱۳۶۰ ل کال کې ایران ته کډوال شو. له ازموینې ورکولو وروسته د مشهد علمي حوزې ته ومنل شو، دلته یې له زده کړو وروسته درې کاله د شیعه مذهب د کتابونو د تدریس تر څنګ د ایران اساسي قانون شاګردانو ته ښود.

د نوموړې درې کتابونه «افغانستان کانون مقاومت علیه اشغالګران»، «راه ما» او «شورای ائتلاف افغانستان» او سلګونه مقالې چاپ شوې دي.

د شوروي ضد جهاد پر مهال د شیعه ګوندونو له مخکښو څېرو څخه و. د طالبانو په خلاف د نظار شورا ملاتړی و.

نوموړی د خپل ځان په اړه کاږي، چې د بن په لومړي کانفرانس کې يې له دې امله ګډون ونکړ، چې دی په افغانستان کې د بهرنیانو د نظامي تېري او شتون مخالف و، خو پر افغانستان د امریکا له تيري سره جوخت کابل ته راغی او دلته یې په فرهنګي او سیاسي فعالیتونو پيل وکړ.

د ۱۳۸۳ل کال د تلې د ۱۸ نیټې د ولسمشریزو ټولټاکنو پر مهال د ناکام کاندید محمود یونس قانوني تر شا ولاړ او د هغه مرستیال و.

په ۱۳۸۴ل کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو وکیل و او په ۱۳۸۹ل کې د ولسي جرګې شپاړسمې دورې ته یو ځل بیا کاندید او بریالی شو.

نوموړي په ۱۳۹۲ل کال کې د میزان په ۱۵ نېټه د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ګل اغا شیرزي د کاندید لومړي مرستیال په توګه د ولسي جرګې له وکالته لاس واخیست.

نوموړي د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ګل اغا شیرزي د انتخاباتي ټيم د ماتې وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم سره یو ځای شو.
سید عالمي بلخي د ګډ حکومت په نوې کابېنه کې د اجراییه رئیس له خوا د کډوالو راستنېدو وزارت ته کاندید دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x