افغانستان

نفوذي پولیس د هلمند د نوزاد ولسوالۍ ټول چارواکي ووژل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۲مه،۱۳۹۳ل): نن ماښام څه باندې پنځه بجې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یوه پولیس د نوزاد ولسوالۍ، امنیه قوماندان، د احصاييې مدير او د پولیسو د کشف مدير ووژل او د ملي امنیت مدیر یې ټپي کړ.

د هلمند ځايي چارواکي پېښه تاییدوي او په اړه یې بیلابیلې څرګندونې کوي.

خو یوې باوري سرچینې وویل، چې دا پېښه نن مازیګر قضا مهال په داسې حال کې را منځته شوه، چې د نوزاد ولسوالۍ د چارواکو تر منځ غونډه روانه وه، چې د پولیسو د لومړي کنډک د قوماندان شمس الله یوه ساتونکي پولیس پر دغو چارواکو ډزې وکړې او د قوماندان شمس الله په ګډون یې ولسوال مراد اغا، د کشف مدیر او د پولیسو د احصايي مدیر ځای پر ځای ووژل او د ملي امنیت مدیر يې ټپي کړ.

ویل کېږي، چې په دې برید کې یو شمېر نورو پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې لا څرګند نه دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک او د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار دا پېښه تاييدوي، خو وايي بشپړ مالومات به د پلټنو وروسته جوت شي.

د برید کوونکي په اړه ویل شوي،چې نوموړی هم له برید وروسته په ډزو لګېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

بل پلو د هلمند نه په یو ورکول شوي خبر کې راغلي، چې نن د دې ولايت د علماوو شورا يو غړى ملا کريم د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد د ملا کریم وژنه تایید کړه او ويې ویل، چې برید کوونکي ناڅرګند وسله وال دي او له پيښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د ده په خبره ملا کریم نن مازيګر د خپل کور مخې ته په شاوخوا درې نيمو بجو د لښکرګاه په ساپيانو سيمه کې وژل شوی دی.

د هلمند د علماوو شورا مشر مولوي خداى نظر دا پېښه تاييدو او وايي، چې ملا کريم له شپږو کلونو راهيسې له دوى سره کار کاوو.

تر اوسه چا د دغو غبرګو پېښو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزیز

د اول ځل نه دی چی حکومتی کسانو کی د مخالیفینو دا شان حملی کیژی . وازرت داخله بایده خپل ټول پولیس تصفیه کری . کنه ډیر ژر به دغه کسان ټول نظام ته خطر جوړ کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x