د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

ملي امنيت رياست ته نوماند رحمت الله نبیل څوک دی؟

د ګډ حکومت د ملي امنیت لوی ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل په ۱۳۴۸ل کال کې د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی، لوړې زده کړې یې سول انجينرۍ کې کړي دي.

په پښتو، انګريزي او فارسي روانې خبرې کولای شي.

پر افغانستان د امريکايي ايتلاف له يرغل وړاندې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په اداره «UNHCR»کې مامور و او د امريکايانو له راتګ سره يې لويديزو استخباراتي کړيو سره د اړيکو په برکت ملي امنيت شورا کې د کورنيو اړيکو مرستيال او وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ساتونکو د مشر قوماندان په توګه وټاکل شو.

۱۳۸۹ل کال کې د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح له لرې کېدو وروسته نوموړی د امريکا او برتانيا په غوښتنه د ملي امنيت ريس مقرر شو.
ويل کيږي، چې د ښاغلي نبيل د رياست پر مهال ملي امنيت د سختو داخلي اختلافاتو ښکار و او ګڼو سيمو کې د ده په امر خلک د شکمنو طالبانو په نوم نيول کېدل او په ځانګړې توګه دا پېښې له هغو خلکو سره ډېرې کېدې، چې ميدان وردګو له ولايته به راتلل او ظاهري قافيه به یې طالب ته ورته وه.

يوې باروي سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې د کابل لويديځ کوټه سنګي او کمپنۍ کې د رحمت الله نبيل شخصي جاسوسانو به په موټرو کې هغه خلک لټول، چې د دوی په ګومان طالبانو سره خواخوږي لري او د ده د واکمنۍ پر مهال ګڼ بې ګناه خلک د ملي امنيت په بېلا بېلو رياستونو کې بنديان شوي دي.

دوه کاله د ملي امنيت له رياست وروسته نوموړی يو ځل بيا د ملي امنيت شورا مرستيال وټاکل شو او له څه مودې وروسته، چې د ملي امنيت نوی ريس اسدالله خالد په يو سرتيري بريد کې مرګونی ټپي شو، نو پخواني ولسمشر حامد کرزي يوځل بيا ښاغلی نبيل د ملي امنيت د ريس په توګه وګوماره.

د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د کابينې پر سر د ناندريو پر مهال امريکا او برتانيا دواړو مشرانو ته امر کړی و، چې په هر صورت وي، بايد رحمت الله نبيل د ملي امنيت د ريس په توګه وټاکي.

د نبيل له ښو صفتونو يو دا ښودل کيږي، چې د جاسوسي دندې سربېره نوموړی سپينه ژبه لري او تل په واضحه توګه خبرې کوي.

د تېر يو کال په ترڅ کې نوموړي دوه ځله ولسي جرګې ته د ځواب پر مهال په خپلو خبرو کې د امنيتي ځواکونو کمزوري او د طالبانو برياوې منلي دي.
تېر کال ښاغلي نبيل ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې طالبان د لوګر ازرې او د ننګرهار حصارک او شاوخوا نورو سيمو کې قوي فعاليت لري او دغه سيمې د پلازمېنې کابل لپاره ستراتيژيک اهميت لري او که کابل سقوط کوي، نو د لوګر له ازرې به يې کوي.

د نوي حکومت په راتلو د کونړ په دانګام او د هېواد د نورو سيمو په ګډون پلازمېنه کابل کې د طالبانو بريدونو او چاودنو د زياتېدو له امله ولسي جرګې يو ځل بيا ښاغلی نبيل ورغوښتی و.

د ملي امنيت لوی ريس ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې په ډاګه وويل، چې طالبان د کابل شاوخوا سيمو کې له سلو زيات خوندي ځايونه لري او د هېواد په ګوټ کې دوی په شته وسايلو د طالبانو مقابله نه شي کولای.

ښاغلی نبیل شپږ اولادونه لري، چې درې یې زامن او درې یې لوڼه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x