افغانستان

دبهرنیو ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي دي

a_woundedsoldier_inMarjah_districtنن ټکی آسیا: نن په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز اعلان وکړ، چي تیره ورځ ددوی یو تن عسکر د افغانستان په ختیځ او بل یې په سوېل کې ووژل شو.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم بهرنيو ځواکونو په جلا جلا خبرپاڼو کي ویلي وو، چي ددوی درې عسکر وژل شوي دي، چي یو يې هم په هلمند ولایت کي د یو افغان عسکر په ډزو وژل شوی وو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي وو، چي دغه عسکر عبد الرحمن نومیدی، او د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې پر برتانوي عسکرو ډزي وکړي، چي له امله يې ۵ عسکر ووژل شوه.

د احمدي په وینا د ملي اردو دغه عسکر چي پخوانۍ طالب دی، د سیمي څخه په تیښته بریالی شو، او ددوی د ملګرو سره یو ځای شو.

ددې تر مخه د هلمند سیمه ایزو چارواکو منلي وه چي دوه عسکر وژل شوي دي، خو د ایساف له خوا صرف یو اعلان شو.

باید وویل شي چي ددغو عسکر په وژل کیدو سره د بهرنیانو ۳۲ عسکر وژل کیدل منل شوي دي.

خو طالبان وايي چي دغه شمېر تر ۳۳ څو چنده زیات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x