
ډاکټر سردار محمد رحيمي هزاره
سردار محمد رحيمي په جغرافيايي سياست کې دکتورا لري، د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د جيو پوليټيکس ټولنې مشر دی.
ډاکټر رحيمي له تهران پوهنتون څخه په سياسي علومو کې ماستري او په جيو پوليسټکس « جغرافيايي سياست» کې دوکتورا لري.
نوموړی په سياسي او جيوپوليټيکس موضوعاتو بحثونه کوي او په دې اړه يې ګڼې مقالې خپرې شوي دي.
سردار محمد رحيمي د ګډ حکومت د اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله د ټاکنيز کمپاين غړی و او اوس د نوموړي له لوري د سوداګرۍ وزارت ته نومول شوی وزير دی.
د ايران د متخصصينو رسمي ويب پاڼې ليکلي، چې ډاکټر رحيمي ايرانی دی او په تهران کې زيږيدلی.