د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

سردار محمد رحمن اوغلي اقتصاد وزارت ته نوماند

سردار محمد رحمن اوغلي په خټه ازبک او په ۱۹۶۱ م کال کې په فاریاب کې زیږیدلی دی.

سردار محمد اوغلي په ۲۰۰۵ م کال کې ولسي جرګې ته د فاریاب د خلکو د استازي په توګه لار ومونده.

نوموړي د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د اپوزیسیون له غړو نه و.

نوموړی په ۲۰۰۷ م کال کې د ولسي جرګي د رئیس مرستیال وټاکل شو او وروسته بیا د ولسي جرګې د ځوانانو، روغتیا، لوبو او کار کمیټي غړی شو.

د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم غړی و.

اوس د اجراییه رئیس عبدالله عبدالله له لورې د اقتصاد وزارت ته کاندید دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x