ورزش

ایریلینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې ایرلینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ایرلینډي لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سکاټلینډ ټاکل شوي ۵۰ اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د ایرلینډ لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه میچن ۸۶ منډو جوړولو سره وکړه.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره یانګ ۳، مووني او کوسک دوه دوه ویکټې واخیستې.

د ایرلینډ لوبډله ټاکل شوی هدف خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي ماتې ورکړه. دغه لوبه کې اوبراین ۸۰ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د سکاټلینډ لپاره وارډلا او بېرینګټن دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x