د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

د ابو او برېښنا وزارت ته نوماند، محمود صیقل څوک دی؟

محمود صیقل په ۱۹۶۲ کال کې له پښتنو-تاجکو مور و پلاره زېږېدلی. منځنۍ زده کړې يې استقلال لېسه کې پای ته رسولي دي. له سیډني پوهنتون څخه د نړیوالې پراختیا لېسانس او ماستري لري.

که څه هم صیقل په تخصصي لحاظ یو انجینر دی، مګر دنده یې تر ډېره په بهرنیو چارو وزارت کې پاتې شوې ده.

صیقل لاندې دندې ترسره کړي:

په جاپان کې د افغان سفارت لومړی سیکرتر، ۱۹۹۳-۱۹۹۴؛

په اسټرلیا کې د افغانستان کونسلر، ۱۹۹۴-۲۰۰۲؛

نیو ځيلېنډ کې د افغانستان سفیر، ۲۰۰۲-۲۰۰۵؛

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، ۲۰۰۵-۲۰۰۶؛

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ملي پراختیا ستراتیژۍ سلاکار، ۲۰۰۶-۲۰۰۸؛

د ده سبز د پورې اجراییوي مشر، ۲۰۰۸-۲۰۰۹.

صیقل له ۲۰۰۹ راهیسې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف غړی و. کله چې «ملي ایتلاف» پر «اصلاحاتو او همپالنې» بدل شو، صیقل یې د رهبري شورا غړی شو. د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې يې د عبدالله عبدالله د ټیم لپاره ډېرې هڅې کړي دي.

صیقل د اوبو، انرژۍ او برښنا وزارت لپاره چې د عبدالله په برخه رسېدلی، نوماند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x