افغانستان

زابل: دشاه جوی ولسوالی روغتون له تيری يوی اونی راپدی خوا تړل شوی دی

InjuredFillHospitalKandaharدزابل ولايت دشاه جوی ولسوالی يوشمير  اوسيدونکی وايی چه دتيری يوی اونی راپدی خوا يی روغتون تړل شوی دی.

دوی وايی ياد روغتون دوسله والو طالبانو لخوا تړول شوی دی.

محمدابراهيم دشاه جوی ولسوالی اوسيدونکی  وايی چه په شاه جوی ولسوالی کی يی روغتون تړول شو ی دی او دوی مجبور شوی دی چه خپل مريضان ګاونډی ولايت غزنی ته يوسی.

نوموړی وايی که دولت دغه روغتون خلاص نکړی نو خلګ به له يو شمير مشکلاتو سره مخ شی او ناروغان به يی ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړی همداراز دولت په بی کفايتی تورن کړ، دی وايی چه دياد روغتون په تړلو کی ددولت لاس هم شته دی.

يوتن بل دشاه جوی ولسوالی اوسيدونکی چه دامهال دقلات په ولايتی روغتون کی پروت دی وايی چه شاه جوی ولسوالی روغتون له تيری يوی اونی راپدی خوا تړل شوی دی او دوی مرکز قلات ولايتی روغتون ته راغلی خو ولی دلته ورته صحی تداوی او درمل نه ورکول کيږی.

نوموړی وايی چه دوی ورځی وړاندی په ياد روغتون کی بستر شوی خو تردامهاله يی کومه ابتدايی تداوی هم ندی شوی.

دی همداراز وايی چه ډکټران ورته هیځ پاملرنه نه کوی.

بل خوا بيا ددی ولايت دعامی روغتيا چارواکی دشاه جوی ولسوالی دروغتون دبنديدلو پخلی کوی.

دزابل دعامی روغتيا ريس ډاکټر سليمان صافي وايی چه تير ه اونی ياد روغتون تړل شوی دی او تردامهاله پوری بند دی.

نوموړی وايی چه دقومی سپين ژيرو په مټ سره به هڅه وکړی چه ياد روغتون بيرته خلاص کړی.

که څه هم يوشمير ناروغان په ولايتی روغتون کی ددرملو نه شتون او دډاکټړانو له لوری نه  صحی تداوی نه کيدل په ګوته کوی، هځه مووکړل چه دولایتی روغتون له چارواکو سره یاد خبره شريکه کړو خو پدی نشو بريالی.

ياد روغتون پداسی حال کی تړل کیژی چه یوشمیر ناروغان دقلات دولایتی روغتون څخه هم سرټکوی.

احمد ولي سرحدي – زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x