د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

انجنير نصيراحمد درانى – د کلیو پراختیار وزارت لپاره کاندید وزیر

انجنير نصيراحمد درانى د شهيد حاجي شاه محمد زوى، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري قريه اوسېدونکى، چې په ١٣٣١ لمريز کال کې  زيږيدلى دى.

درانى له ۱۳۳۸ څخه تر ۱۳۴۶ کال پورې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د محمد اغې منځني ښوونځي کې ترسره کړي او ۱۳۴۹ لمريز کال کې د کابل د ثانوي تخنيک  ليسې  څخه  د برېښنا په څانګه کې د بکلوريا سند تر لاسه کړی دی.

نوموړى په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د  کابل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي ميخانيک څانګې څخه فارغ او په ۱۳۶۷ لمريز کال کې امريکا ته ولاړ او هلته يې په نبراسکا پوهنتون کې د يو کال لپاره په دې  څانګه کې زده کړې ترسره کړې دي.

دغه راز درانى له ۱۳۵۹ کال  راهيسې د کانونو او پټروليم په وزارت کې د پانګونې عمومي مدير په توګه درې کاله دنده ترسره کړه، چې وروسته بيا په ۱۳۶۲کال کې په ياد وزارت کې د اقتصادي او تخنيکي څيړنو د بورد عمومي مدير په حيث دوه کاله دنده پر غاړه واخيسته، چې بالاخره په کې پاکستان ته مهاجر شو.

نوموړى په ۱۳۶۴ لمريزکال کې په پيښور ښار کې د VITA په نوم موسسه کې  د تخنيکي مشاور په توګه په دنده مقرر او په دې موسسه کې نږدې اته کاله يې خپله دنده سرته ورسوله، چې بيا په ۱۳۷۲ لمريز کال کې په فوايد عامې  وزارت کې د اداري رييس په توګه مقرر شو.

نصيراحمد په۱۳۷۴ کال کې په پيښور کې د وسپنې ويلي کولو فابريکې مدير په توګه دنده ترلاسه کړه، چې په دې دنده اته کاله پاتې شو، چې بيا له ۱۳۸۲ څخه  تر  ۱۳۸۴ لمريز کال پورې د انګلستان د انرژۍ بازار موندنې او فرانسوي سوپر ګاز کمپنيو سره د افغانستان د انرژۍ د سکتور د ارزيابۍ د پروژې مدير په توګه يې دنده ترسره کړه.

درانى له ۱۳۸۹ لمريز کال راهيسې د کانونو او پټروليم وزارت کې د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام چارو مرستيال  په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي  د کلیو پراختیار وزارت لپاره د ډاکټر عبد الله له خوا کاندید دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x